د ترکیې  په ادانه ښار کې د افغان کډوالو یوه ډله. انځور: آرشیف
د ترکیې په ادانه ښار کې د افغان کډوالو یوه ډله. انځور: آرشیف

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د اتریش د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ترکیه به د اروپا لپاره پوله ساتونکی او یا د پناه غوښتونکو کمپ نه وي. له دې وړاندې د اتریش لومړي وزیر ویلي و چې ترکیه د افغان پناه غوښتونکو لپاره مناسب ځای دی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو د جګړو د شدت له امله ترکیې ته د کډوالو د نویو څپو د ورتګ اندیښنې رامنځ ته شوي. ترکي چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي د ایران له پولو په ناقانونه ډول ترکیې ته دننه کیږي.

د ترکیې اناتولي خبري آژانس خبر ورکړی چې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د اتریش د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په اړه چې ترکیه د افغان پناه غوښتونکو لپاره مناسب ځای دی سخت غبرګون ښودلی.

اناتولي نن دوشنبه خبر ورکړ چې د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه لیکلي بیانیه کې ویلي: «ترکیه به د کډوالو نوې څپې و نه مني، مونږ په هره کچه له خپل دغه دریځ څخه دفاع کوو او ټینګار کوو چې ترکیه به د اروپا پوله ساتونکی او یا د کډوالو کمپ نه وي»

د افغان کډوالو په اړه د اتریش د لومړي وزیر څرګندونې

د اتریش لومړي وزیر سیباستیان کرز تیره اونۍ د چهار شنبې په ورځ وویل چې د افغانانو اخراج ته به ادامه ورکړي. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې په ویانا ښار کې د پناه غوښتونکو په توقیف مرکز کې د یو افغان کډوال لخوا پر یوې پولیسې برید وشو.

د اتریش لومړی وزیر په خپلو خبرو کې د افغانانو د کډوالۍ د نویو څپو په اړه وویل چې د جرمني، اتریش، سویډن او یا نور په پرتله ترکیه د افغانانو لپاره «تر ټولو مناسب ځای» دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه څرګندونې خودخواهانه بللې او د کډوالۍ د بحران د له منځه وړلو لپاره يې پر ګډو هڅو ټینګار کړی. د وزارت په بیانیه کې زیاته شوې: «دا ډول فکر چې کډوال باید دلته (اروپا) ته رانه شي او نورو ځایونو ته ولاړ شي خود خواهانه او بې ګټې دي»

ترکیې ته د تلونکو افغانانو د شمیر ډیریدل

ترکیه د افغانانو لپاره اروپا ته د تللو یوه مهمه لاره بلل کیږي. اروپا ته تلونکي افغانان په قاچاقي ډول له ایران څخه د ترکیې د ختیځې پولې له لارې دغه هیواد ته اوړي او هڅه کوي چې ځانونه پر مختللو اروپايي هیوادو ته ورسوي.

چارواکي وايي چې په افغانستان د جګړو د شدت له امله د ایران او ترکیې پر پوله د افغانانو د اوښتو کچه ډیره شوې. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ ویلي و چې هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰ تنه افغانان په ناقانونه ډول ترکیې ته دننه کیږي. دغه شمیرې د تیرکال د همدغې مودې په پرتله ۱۵۰ سلنه ډیروالی ښيي.

نور ولولئ: له افغانستان څخه ترکیې ته د کډوالو د نویو څپو اندیښنې؛ نږدې ۱۵۰۰ کډوال په ترکیه کې نیول شوي

ترکیه له ایران سره شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره پوله لري چې ډېره برخه یې غرنۍ ده او ویل کیږي چې له ایران سره پر پوله د ترکیې لخوا د دیوال د جوړولو چارې هم مخ په بشپړیدو دي. د دیوال د جوړولو یوه موخه د ناقانونه کډوالو مخنیوی بلل شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رسمي شمیرو له مخې ترکیه کې په ۲۰۲۰ کال کې د افغان کډوالو شمیر ۱۱۶۰۰۰ تنو ته رسیده خو دا یوازې هغه افغانان دي چې په قانوني ډول ترکیه کې میشت دي. باور دادی چې دامهال ټولټال شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ افغانان په ترکیه کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

 

نورې ليکنې