افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما وایي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي تلفات د ریکارډ کچې ته رسېدلي دي. په وینا یې د ۲۰۲۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې نیمايي ملکي مرګ ژوبله، ښځو، هلکانو او نجونو ته ور اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما پرون دوشنبه د جولای میاشتې ۲۶مه د یو راپور په خپرولو سره وویل، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۸۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې د کال په لومړۍ نیمایي کې جګړو ۱۶۵۹ کسان وژلي او ۳۵۲۴ تنه یې ټپیان کړي دي.
راپور کې زیاته شوې: «حکومت مخالفي عناصر د ټولو ملکي تلفاتو د ۶۴ په سلو کې مسوولیت لري چې: ۳۹ په سلو کې یې د طالبانو، نژدې ۹ په سلو کې یې د اسلامي دولت د خراسان ډلې له خوا او ۱۶ په سلو کې یې د نامشخصو حکومت مخالفو ډلو له خوا رامنځ ته شوي دي.»
یوناما د ښځو او ماشومانو مرګ ژوبله «ټکان ورکوونکې» بللې ده او اندېښنه یې څرګنده کړې چې «ښځې، هلکان او نجونې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي تلفانو نږدې نیمایي برخه جوړوي.»
بیا ولولئ: افغانستان: ملګرو ملتونو په نږدې راتلونکي کې د بشري ناورین خبرداری ورکړ
په وینا یې دغه راپور موندې ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال پرتله «ولسي مرګ ژوبله ۴۷ سلنه ډېره شوې ده.»
یادې ادارې ویلي می میاشت کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره سم «د جدي اندېښنې وړ مسله» دا ده چې «د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو په شمېر کې» چټک او ځانګړی زیاتوالی راغلی دی.
په ورته مهال د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز له طالبانو او افغان مشرانو څخه غوښتي دي چې «د جګړو بې خونده او وحشتناکې تراژیدۍ او پر ملکي وګړو يې، ويجاړونکو اغیزو ته پام وکړي.»
نوموړې خبرداری ورکړی چې «که د زياتيدونکي تاوتريخوالي مخه ونه نيول شي، نو سږکال به بې شمېره ملکي افغانان معلول او ووژل شي.»
یوناما زیاته کړې چې سږ کال د جګړو له کبله څه باندې ۲۰۰ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د راپور له مخې دغه کسان «یا له دې کبله چې جګړه د دوی تر دروازو ور رسیدلې او یا د وضیعت د خرابېدو او د سیمې د کنټرول د بدلون له کبله بې ځایه شوی دي.»