یک قایق مهاجران در حال عبور از کانال مانش. عکس از @premarmanche
یک قایق مهاجران در حال عبور از کانال مانش. عکس از @premarmanche

د فرانسې سمندري ځواکونه ۸۸ تنه هغه کډوال ژغورلي چې غوښتل يې په ناقانونه ډول د مانش کانال د اوبو له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي. تېره ورځ ۳۷۸ تنه نور بیا په ۱۲ کښتیو کې بریتانیا ته رسیدلي دي.

 د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۶مه، دوی د بولیون سور مر سیمې په اوبو کې د کډوالو د کښتې په اړه خبر ترلاسه کړ چې وروسته بیا ۱۱ تنه کډوال چې په اوبو کې له ستونزو سره مخامخ و، وژغورل شول.

له دغې پیښې لنډه موده وروسته، د ژغورونکي ډلې له یادې سیمې څخه لومړی ۳۲ نور کډوال له یوې کښتۍ څخه چې یو حامله داره ښځه هم په کې سپره وه و ژغورل. په ورته وخت له سیمې څخه په دویمه بېړۍ کې بیا ۴۵ تنه نور هم ژغورل شوي دي.

ټول ژغورل شوي مسافر په بندر کې د فرانسې سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

نور ولولئ: انګلیس کانال:‌ تېرو درېو ورځو کې تر ۵۰۰ ډېرو مهاجرو برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کړې

بي بي سي راپور ورکړی چې تېره ورځ دوشنبه، د مانش کانال د اوبو له لارې ۳۷۸ کډوال په ۱۲ کښتیو کې ځانونه بریتانیا ته رسولي دي.

بریتانیا ته د کډوالو د اوښتو دغه هڅې داسې مهال ترسره کیږي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د کښتیو او لاریو له لارې بریتانیا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخه و نیسي.

تیره سه شنبه بریتانیا هوکړه وکړه چې په وړو کښتیو کې د مانش کانال له لارې هیواد ته يي د تلونکو کډوالو د مخنیوي په موخه به له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یورو مرسته وکړي.

نور ولولئ: بریتانیا په خپله خاوره کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره فرانسې ته ۶۲،۷ میلیونه یورو ورکوي

له ۲۰۱۸ کال راهیسې، بریتانیا ته د مانش کانال له لارې د کډوالو د اوښتو په کچه کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی. د رسمي شمېرو له مخې د روان میلادي کال له پیل څخه شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال په ناقانونه ډول له دغې لارې بریتانیا ته رسیدلي دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App