افغان کډوال د رومانیا په تمېشوارا ښار کې. انځور: کډوال نیوز
افغان کډوال د رومانیا په تمېشوارا ښار کې. انځور: کډوال نیوز

د رومانیا د لوېدیزې اراد سیمې پوله ساتونکي ځواکونه وایي تېره دوشنبه د جولای میاشتې ۲۶مه یې له هنګري سره پر پوله لس مهاجر نیولي دي. نیول شویو کسانو کې ۵ افغان هم شامل دي.

تېره دوشنبه د رومانیا د اراد او بیهور سیمو سرحدي سرتېرو له هنګري سره پر پوله لس مهاجر نیولي دي. د لوېدېزې اراد سیمې سرحدي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کسان په کروندو کې روان وو او غوښتل یې چې په ناقانونه توګه هنګري ته ځان ورسوي. 

خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو لومړی نادلاک ښار کې چې د هنګري په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی درې مهاجر ونیول.

دغه کسان چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۲۳ کلونه دي د عراق، مصر او تونس اتباع دي.

یوه بله پېښه کې پولیسو وارساند سیمه کې ۵ تنه نور مهاجر موندلي چې دوی هم غوښتل په ناقانونه توګه هنګري ته داخل شي. دغه کسان چې عمرونه یې ۱۴ تر ۱۷ کلونه دي افغانان دي. 

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دوه الجزایریان بورس سیمه کې نیول شوي چې عمرونه یې ۳۵ تر ۴۱ کلونه دي. 

له تېرې څه مودې راهیسې رومانیا د مهاجرت پر نوې لارې د بدلېدو په حال کې ده. د چارواکو په خبره د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې زیات شمېر افغان کډوال هڅه کوي‌ چې د صربیا له لارې رومانیا ته واوړي.‌ یاد مهاجر هنګري ته د ننوتلو په موخه تر ډېره د رومانیا سرحدي ښارونو ته ځان رسوي.‌ 

 

نورې ليکنې