یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.
یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.

ملګري ملتونو خبر ورکړی چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۶۰۰ زره تنه افغانان له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې له ۹۵ سلنو څخه ډیره برخه يي له ایران څخه ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) یو راپور ښيي چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو کچه لوړه شوې. د اوچا په راپور کې راغلي چې د تیر۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران څخه ۳۵۷۰۰۰ او له پاکستان څخه ۲۰۰۰ تنه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي خو شمیرې ښيي چې په روان میلادي کال کې بیا په همدغه موده کې له ایران څخه ۵۸۷۰۰۰ او له پاکستان څخه ۷۵۰۰ تنه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اوچا په خپل راپور کې د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو کچې د ډیریدو دلیل نه دی روښانه کړی.

د افغانانو د بیرته ستنیدو د کچې ډیریدل داسې مهال ترسره کیږي چې د دولت او وسله والو طالبانو د جګړو د شدت له امله له د افغانانو د کډوالۍ د ډیریدو په اړه هم اندیښنې مو جودي دي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او ملګرو ملتونو د جولای میاشتې په لومړیو کې د افغانانو د کډوالۍ د ډیریدو او په کور دننه د داخلي بې شویو د شمیر د ډیریدو خبر ورکړی و.

نور ولولئ: له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو سره نغدي مرستې ډیرې شوي

د داخلي بې ځایه شویو په اړه د چارواکو ضد او نقض ارقام

په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو په اړه د مسولو ادارو امار او رقام ضد او نقیض دي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ارقام له پیښو سره د مبارزې د ادارې له ارقامو سره تفاوت لري.

تیره ورځ دوشنبه د داوړو ادارو چارواکو چې د داخلي بې ځایه شویو په اړه مسولیت لري په یو ټلویزیوني بحث کې ضد او نقیض امار وړاندې کړل. د کډوالو چارو وزارت معین شیرعلم امله وال په افغانستان کې د بې ځایه شویو مجموعي شمیر ۲،۸ میلیونه په ګوته کړل خو له پیښو سره د مبارزې د ادارې مشرغلام بهاوالدین جیلاني بیا وویل چې په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا ۵ میلیونه افغانان د جګړو له امله بې ځای شوې دي.

نور ولولئ: تیرو دوو کلونو کې ۵ میلیونه افغانان د جګړو له امله خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي

له پیښو سره د مبارزې اداره وايي چې په تیرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰ زره افغانان د جګړو او طبیعي پیښو له امله له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوې دي چې له دې ډلې ۴۰ زرو سره يي مرسته شوې.

 

نورې ليکنې

Webpack App