د ترکیې او ایران ګډه پوله.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز
د ترکیې او ایران ګډه پوله.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز

افغانستان کې د جګړې زور اخیستو سره سم ترکیې له ایران سره پر پوله د ور تلونکو افغان مهاجرو د نوېو څپو د مخنیوي لپاره امنیتی تدابیر زیات کړي دي. د چارواکو په خبره دغه هیواد په پام کې لري چې د ۲۹۵ کیلومتره په اوږدوالي سرحدي دېوال جوړ کړي.

د ترکي رسنیو په حواله ترکیې د ور تلونکو افغان مهاجرو د نوېو څپو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي‌ دي.‌ د ترکیې دفاع وزیر هلوسي اکار د جولای پر ۲۶مه وویل چې دوی سرحدي سیمو ته نور سرتېري ځای پر ځای کړي او امنیتي تدابیر یې پکې ټینګ کړي دي.‌ 

افغانستان کې د جګړې زور اخیستو سره سم ډېری افغانان هڅه کوي چې د ایران له لارې ترکیې ته ځان رسوي.‌

بیا ولولئ:‌ له افغانستان څخه ترکیې ته د کډوالو د نویو څپو اندېښنې؛ نږدې ۱۵۰۰ کډوال په ترکیه کې نیول شوي

د ترکیې د وان ولایت والي امین بېملېز د سه شنبې په ورځ وویل، دوی په پام کې لري چې د مهاجرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره د ۲۹۵ کیلومتره په اوږدوالي دېوال جوړ کړي.‌ نوموړي دا هم ویلي چې دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې د کندو پر کېندلو بوخت دي او په پام کې لري چې ازغن تارونه هم وکاروي.‌ چارواکي دغه راز غواړي چې په کمرو او راډارونو مجهز زیرک برجونه هم جوړ کړي.

ترکي ورځپاڼه ډېلي سبا د ښاغلي بېملېز له قوله وايي چې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له ایران سره ګډې پولې ته ۳۵ ځانګړې عملیاتي ډلې او په وسلو مجهز ۵۰ موټرونه استولي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو تېر کال ترکیې ته د ۱۰۵۰۰۰ مهاجرو د داخلېدو مخه نیولې او یا یې د ترکیې په خاوره کې نیولي دي. په وینا یې د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې پوله کې ۵۵۰۰۰ مهاجر او نږدې ۳۰۰ قاچاق وړونکي نیول شوي‌ دي.

بیا ولولئ: ترکیه د افغان کډوالو په اړه د اتریش پر څرګندونو تند غبرګون ښودلی

کښتۍ کې سپاره ۲۰۰ افغانان نیول شوي

د یو بل خبر له مخې د ترکیې ساحلي ځواکونو اژه سمندر کې ۲۰۰ افغانان نیولي‌ دي. ویل کېږي چې یادو مهاجرو غوښتل ایټالیا ته واوړي.‌

د رویټرز خبري اژانس په حواله ترکي‌ چارواکو ویلي چې دغه کښتۍ کې ټولټال ۲۳۱ مهاجر سپاره ول چې ډېری یې افغان وو. پاتې کسان د سوریې،‌ ایران، اریتریا او پاکستان څخه ول. ساحلي‌ ځواکونو دغه راز دوه ترکي اتباع نیولي چې دغه بېړۍ یې چلوله. 

نیول شوي مهاجر د ایواچیک لوېدیز ښار د اخراج مرکز ته انتقال شوي‌ دي.

بیا ولولئ:‌ ترکیه وایي‌ تېرو شپږو ورځو کې یې د یونان له خوا شړل شوي ۳۸۸ کډوال ژغورلي

له افغانستانه د وتونکو کسانو شمېر زیات شوی

له څو میاشتو راهیسې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د ور تلونکو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.‌ د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله تېره میاشت له افغانستانه د وتونکو کسانو شمېر ۳۰ تر ۴۰ سلنه ډېره شوې ده.‌ 

بیا ولولئ:‌ یوناما:‌ د روان کال په لومړیو نیمایي کې افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله د ریکارډ کچې ته رسېدلې

د ازادې اروپا راډیو افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو مسول نېک بېشاپ له قوله وایي‌ چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې به هر کال نږدې ۷۵۰ زره تر یو میلیون افغان نارینه – چې عمرونه یې د ۱۸ تر ۲۶ کلونه وو – ایران، ترکیې،‌ د خلیج هیوادونو او یا اروپا ته تلل.‌ خو په وینا یې د جګړو تر زور اخیستو سره سم زیات شمېر کورنۍ هم د خپل هیواد پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې نن سبا هره اونۍ ۲۰ تر ۳۰ زره افغانان او ۶۰۰ تر ۷۰۰ کورنۍ نورو هیوادونو ته کډه کوي.‌

 

نورې ليکنې