په ۲۰۲۰ کال د آلمان د زانکت آوګوستين ښار په يو مهاجر کمپ کي د کرونا وبا خپره سوې وه
په ۲۰۲۰ کال د آلمان د زانکت آوګوستين ښار په يو مهاجر کمپ کي د کرونا وبا خپره سوې وه

د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي مامورې، انېته ويدمن ماوس د مهاجرو له پاره د کرونا ضد واکسين بهتره او وړ امکانات غوښتي دي.

انېته ويدمن ماوس د چهارشنبې په ورځ د «راينيشه پوست» ورځپاڼي ته ويلي دي چي د مهاجرو له پاره بايد د واکسين داسي امکانات برابر کړل سي چي د هغوی د اړتياؤ او وضعې سره عيار وي. هغې ويلي چي د بېلګي په توګه «په څو ژبو اړينو معلوماتو ته اړتيا سته» چي مهاجرو ته د هغوی د اوسېدو په ځای کي ورسيږي.

ماوس زياته کړې: «په بعضو ښارونو کي ښه بېلګي سته چيري چي لارښود مرستندويان» د مهاجرو د اوسېدنې په ځايونو دباندي په موټرو کي د نصب سوو لاودسپيکرونو په مرسته هغوی ته لارښوونه کوي. د دغې چارواکې په وينا په بعضو ښارونو کي ګرځنده واکسين مراکز هم سته چي مهاجرو ته د هغوی د اوسېدو تر ځای پوري واکسين رسوي. هغې غوښتنه کړې ده چي دغه مثبتې بېلګي اوس بايد په ټول آلمان کي تقليد کړل سي.

ويدمن ماوس يادآوري وکړه چي په آلمان کي اوسېدونکی هر څلورم انسان د کډوالۍ شاليد لري. د هغې په وينا اکثره انسانانو ته د آلماني ژبي د رسنيو له لاري معلومات لېږدول کيدلای سي. هغې زياته کړه چي البته هغه کسان چي په کافي اندازه يې آلماني ژبه نه ده زده، د هغوی له پاره «نورو کانالونو ته اړتيا سته.»

په آلمان کي د ډاکټرانو د سراتحاديې رئيس، کلاوس راينهاردت غوښتنه کړې ده چي د واکسين لګولو په سرأت کي د سُستي رامنځته کېدو له وجې اوس بايد په ټولنيزه توګه مطرح سيمو کي د واکسين له پاره لا زيات کامپاين وسي. 

کلاوس راينهاردت ويلي دي چي د رنګارنګ معلوماتي کاغذونو چاپول کفايت نه کوي. د هغه په وينا له واکسين څخه پاته انسانانو د اوسېدنې په سيمه کي هغوی ته نژدې بايد د واکسين لګولو امکانات برابر کړل سي. د هغه په وينا د دغه کار له پاره بايد د سپورټ کلبونه، کلتوري مراکز او عبادتځايونه هم همکار کړل سي.

د ډاکټرانو د سراتحاديې رئيس وړانديز کړی دی چي په رسنيو کي دي په غوره وختونو کي داسي معلوماتي کامپاينونه وچلول سي چي په ولس کي د واکسين لګولو ته لېوالتيا زياته سي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې