د یونان په شمال شرقي ښار زانتي کې د کډوالو په یو بند کمپ کې لسګونه افغانان د پولیسو په قید کې ساتل کیږي. دغه افغانان وايي چې پرته له کوم جرم څخه مونږ د میاشتو لپاره د پولیسو لخوا ساتل کیږو. دوې له دغه کمپ څخه د آزادۍ غوښتنه کوي.
۲۶ کلن عبدالرحیم همت یو له ۴۵ افغانانو دی چې په دغه کمپ کې بند ساتل شوی. نوموړی د طالبانو له ویرې شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت د حصارک له ولسوالۍ څخه تیښتې ته اړ شو او په قاچاقي لارو يي ځان یونان ته ورساوه. هغه په کمپ کې د امکاناتو د نه شتون له امله د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې په یوه شپه او ورځ کې یوازې یو وخت ډوډی مونږ ته راکوي. دغه افغان ځوان د زانتي له کمپ څخه د آزادۍ غوښتنه کوي. نوموړي کډوال نیوز ته خپله کیسه کوي.
«زمونږ په کلي کې چې د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ کې موقعیت لري، طالبان له دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.طالبانو غوښتل چې زما مشر ورو له ځان سره یو ځای کړی خو هغه و نه منله او د طالبانو لخوا ووژل شو.
زه په قاچاقي لارو د ایران او ترکیې له لارې یونان ته راغلم. د ایران او ترکیې پر پوله مو د شپې لخوا ساعتونه مزل وکړ. لوږه او تنده مو تیره کړه خو کله چې سرحد ته ورسیدو د ترکیې پولیسو و نیولو او بیرته يي له سرحد څخه پورې غاړې ته واړولو.
دوه ځلې مو هڅه وکړه چې د ایران له پولې ترکیې ته واوړو خو بیرته ایران ته واستول شو. یو ځل د ترکیې له وان ښار نه او بل ځل له پولې څخه ایران غاړې ته واستول شو. په سر مې لاهم د ترکیې پولیسو د ټپیانو نښې پاتي. له ډیرو ستونزو وروسته ترکیې ته او بیا له هغه ځایه یونان ته مو ځان ورساوه.
نور ولولئ: ترکیه وایي تېرو شپږو ورځو کې یې د یونان له خوا شړل شوي ۳۸۸ کډوال ژغورلي
غواړو آزاد ژوند وکړ
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ترکیې او یونان له پولې پولیسو د زانتي ښار دغه بند کمپ ته يي راوستلو. ګڼ شمیر نور افغانان هم و خو یو ډله يي دلته راوستل. اوس ۴۵ افغانان دلته پراته دي او په بره منزل کې د سوريي او نورو ملکونو کډوال ساتل کیږي.
دلته د پولیسو چلند بد نه دی خو په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو وخت ډوډۍ مونږ ته رسیږي. د کمپ څلورو خواو کې پولیس ځای پر ځای شوي او بهر ته هیڅ د تګ اجازه نشته. ټول په یو لوی صالون کې پراته یو. سم خوب نه شو کولای او د خوب لپاره مناسب ځایونه شتون نه لري.
نور ولولئ: یونان: د لېسبوس ټاپو په دویم موریا کمپ کې ۳۰ مهاجر په کورونا اخته شوي
۱۸ میاشتې قید زمونږ ژوند خرابوي
نه پوهیږو چې دلته به ترکاله ساتل کیږو خو مونږ سره داسې افغانان شته چې د ۱۳ او ۱۶ میاشتو راهیسې دلته پراته دي. ۱۸ میاشتې قید زمونږ ژوند خرابوي. نه مو کوم جرم کړی خو قید کې يي ساتلي یو او مونږ ته معلومات هم نه راکوي چې تر کله به دلته ساتل کیږو. مونږ غواړو آزاد ژوند وکړ او باید له کمپ څخه آزاد شو. ما غوښتل چې جرمني یا فرانسې ته ولاړ شم خو دلته پولیسو و نیولو او مجبوره يي کړو چې یونان کې پناه وغواړو او زمونږ د ګوتو نښې يي هم واخیستې. که چیرې اسناد راکوي نو مونږ دې له دغه قید څخه خلاص کړي او که نه مونږ پریږدي چې نورو ملکونو ته ولاړ شو.»