لیتوانیا د مهاجرو د هرکلي لپاره له بېلاروس سره پر پوله کمپ جوړ کړی. انځور: رویټرز، جولای ۲۰۲۱
لیتوانیا د مهاجرو د هرکلي لپاره له بېلاروس سره پر پوله کمپ جوړ کړی. انځور: رویټرز، جولای ۲۰۲۱

لیتوانیا وایي د تېرې سه شنبې په شپه د دغه هیواد سرحدي ځواکونو هغه ۱۷۱ مهاجر نیولي چې له بېلاروس څخه د لیتوانیا خاورې ته ور ننوتلي دي. له دغو کسانو سره سږ کال تر دې دمه لیتوانیا کې د نیول شویو مهاجرو شمېر ۳۰۲۷ تنو ته رسېږي.

د لیتوانیا سرحدي ځواکونو په حواله نیول شوي کسان ټول د عراق څخه دي او تمه ده چې مهاجرو ته ځانګړي شوي توقیف ځای ته ولېږدول شي.

د روان کال په جون میاشت کې ۴۷۳ تنه خو په جولای میاشت کې بیا ۲۳۶۶ مهاجر دغه هیواد کې نیول شوي ول. دا په داسې حال کې چې تېر کال لیتوانیا کې د نیول شویو مهاجرو شمېر ټولټال ۸۱ کسانو ته رسېد.

بیا ولولئ: د لیتوانیا سرحدي پولیس ۲۰ افغان او عراقي کډوال نیولي دي

لیتوانیا بېلاروسي چارواکي په دې تورنوي چې دوی غه هیواد ته د مهاجرو د داخلېدو زمینه برابروي. د ۲۰۲۰ په اګست میاشت کې الکساندر لوکاشنکو یو ځل بیا د لیتوانیا ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو اروپایي هیوادونو د ټاکنو پایلې تقلبي وبللې. لوکاشنکو د ټاکنو د پایلو ضد احتجاج کوونکو سره له تاوتریخوالي کار واخیست او خپل اصلي سیال یې دې ته اړ کړ چې لیتوانیا ته وتښتي.

لیتوانیایي چارواکي په دې اند دي چې ډېری هغه مهاجر چې دغه هیواد ته د اوښتو هڅه کوي بوینګ پروازونو کې له عراق څخه د بېلاروس پلازمېنې مېنسک ښار ته انتقالېږي. له همدې امله د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لندسبرګېس په روانه میاشت کې له عراقي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره بغداد ته سفر وکړ.

د لیتوانیا د دفاع وزیر ارویداس انوسوسکاس پرون چهارشنبه رسنیو ته وویل چې دوی په پام کې لري چې د امنیت د ټینګولو لپاره ۱۲ توقیف ځایونو سرتېري ور واستوي.

بیا ولولئ: لیتوانیا د مهاجرو د حقونو د محدودولو سخت قانون وضع کړ

په روانه اونۍ کې د لیتوانیا سالسینیکای سرحدي سیمه کې ځایي اوسېدونکو لارې وتړلې او د مهاجرو لپاره د نوي توقیف ځای د جوړولو پلان پر وړاندې مظاهرې وکړې. دوی لیتوانیا ته د مهاجرو د ورتګ خلاف شعارونه ورکول. پولیسو بیا د مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار واخیست او دوه تنه یې ونیول. پېښه کې دوه سرتېري ټپیان شول.

لیتوانیا په شمال ختیزه اروپا کې د بالتیک هیوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون د منځني ختیځ او شمالي افریقا مهاجرو له نوېو څپو سره مخامخه ده.

 

نورې ليکنې