د قبرس له سواحلو څخه يو ساحل
د قبرس له سواحلو څخه يو ساحل

د قبرس جمهوريت څو ځله د لبنان مهاجرو ته اجازه نه ده ورکړې چي خاورې ته يې داخل سي. په دې ځل بيا يوه کښتۍ بېرته لبنان ته لېږدول سوې.

د قبرس هيواد د سمندري سرحد ساتونکو د چهارشنبې په ماښام يوه کښتۍ وموندله. د سويل ختيځ ساحل په برخو کي موندل سوې دغه کښتۍ کي ۱۴ انسانان سپاره ول. ويل سوي چي په سپرليو کي ۲ ماشومان هم شامل دي.

د کښتۍ مهاجرو شپه د سمندري سرحد ساتونکو په کښتۍ کي تېره کړه. د قبرس راديو تلويزيون (RIK) خبر ورکړی چي دغو مهاجرو ته توښه برابره کړل سوې او هغوی په خپله کښتۍ کي بېرته لبنان ته لېږدول سوي دي. زياته سوې چي د مهاجرو دغه کښتۍ د لبنان تر سواحلو پوري د قبرس د سمندر ساتونکو له خوا بدرګه کړل سوې ده.

قبرس د لبنان سره يو تړون لاسليک کړی دی چي په ترڅ کي يې قبرس د مهاجرو کښتۍ بېرته لبنان ته لېږدولای سي. دغه هيواد په تيرو مياشتو کي په سلونو مهاجرو ته چي په کښتيو کي رارسېدلي ول، اجازه نه ده ورکړې چي قبرس ته داخل سي او لنګر واچوي. 

د قبرس يو ښار لرونکی هيواد تر فشار لاندي دی ځکه چي د نفوس د شمېر په تناسب ورته زيات مهاجر رسېدلي دي. د اروپايي اتحاديې د ارقامو له مخي د نفوس په تناسب تر بل هر اروپايي هيواد په قبرس کي زياتي د پناه غوښتني سوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App