د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د يونان وزير، نوتيس ميتاراکيس| Source: YouTube screenshot
د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د يونان وزير، نوتيس ميتاراکيس| Source: YouTube screenshot

يونان يو ځل بيا پر اروپايي اتحاديې ږغ کړی دی چي ترکيه دې ته متحرکه کړي چي له يونان څخه هغه مهاجر بېرته ومني چي رد سوي وي.

د مهاجرت لپاره د يونان وزارت ويلي دي چي دمګړی د دغه هيواد په ټاپوګانو کي ۱۹۰۸ داسي مهاجر سته چي د پناه غوښتنې يې رد سوي دي. په دې تړاو د مهاجرت وزير نوتيس ميتاراکيس د چهارشنبې په ورځ معلومات ورکړل. 

د ترکيې او د اروپايي اتحادیې تر منځ د هوکړه ليک له مخي ترکيه بايد له يونان څخه رد سوي مهاجر بېرته واخلي. دا تړون د دواړو اړخونو تر منځ په ۲۰۱۶ کال لاسليک سوی ؤ. خو انقره د ۲۰۲۰ کال د مارچ په مياشت دغه تفاهم ليک وځنډاوه او د ځنډولو استدلال يې د کرونا په پاندمي وکړ.

د مهاجرت له پاره د يوناني وزير په وينا ترکيه له ۱۷ مياشتو راهيسي د اروپايي اتحاديې سره پر کړي تفاهم ليک له عمل کولو څخه ډه ډه کوي. د هغه په وينا دا د هغه باوجوده چي له زيات وخت راهيسي د کرونا تېست کول ممکن سوي دي. اتن د جنورۍ په مياشت لا له اروپايي اتحاديې په دغه موضوع کي مرسته غوښتې وه. د يوناني وزير په وينا خو لا تر اوسه هيڅ په دې ډګر کي پرمختګ نه دی سوی.

ميتاراکيس په وينا يونان انتظار لري چي ګاونډي هيواد ترکيه د پناه د مهاجرت په تړاو تفاهم ليک عملي کړي، نه يوازي د مهاجرو د بېرته منلو په برخه کي بلکه د ناقانونه سرحد اوښتنې په ډګر کي هم.

د ميتاراکيس پر غوښتنو ولاړ ليک د اروپايي اتحاديې د کميسيون مرستيال مارګاريتيس، د کورنيو چارو کمشنرې، يلوا جوهانسون او د فرونتکس آژانس رئيس، فابريس لېګېري ته لېږدول سوی دی. په آژه سمندر کي واقع په يوناني ټاپوګانو کي دمګړی ۶۶۵۰ مهاجر مقيم دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې