یوروتونل ته نږدې مهاجر هڅه کوي چې یوې لارۍ ته پورته شي. انځور: رویټرز
یوروتونل ته نږدې مهاجر هڅه کوي چې یوې لارۍ ته پورته شي. انځور: رویټرز

د فرانسې په شمال کې د کوکل محکمې یو لارۍ چلوونکی په ۲۴ میاشتو بند محکوم کړی دی. د محکمې په حواله نوموړي غوښتل چې ۱۷ مهاجر له فرانسې څخه برتانیا ته انتقال کړي. د یو بل خبر له مخې بولونی سور مېر کې یو بل کس خپل موټر کې د مهاجرو د کښتیو د انتقالولو په تړاو په ۱۸ میاشتو بند محکوم شوی دی.

فرانسوۍ ورځپاڼه له وا دو نور خبر ورکوي چې د تېرې جون میاشتې پر ۱۶مه د فرانسې سرحدي پولیسو یوروتونل ته نږدې په یوه لارۍ کې ۱۴ البانیایان او ۳ ویتنامیان وموندل. زیاته شوې چې ۳۷ کلن رومانیایي لارۍ چلوونکي خپل موټر کې د مهاجرو د شتوالي څخه خبر درلود، خو «فکر یې کاوه چې یوازې ۴ او یا ۵ کسانو لارۍ کې ځانونه پټ کړي دي.» نوموړي منلې ده چې هر یو مهاجر یې د ۱۰۰ یورو په بدل کې برتانیا ته انتقالاوه.

د کوکل محکمې یاد کس په ۱۸ میاشتو تنفیذي او ۶ میاشتو تعلیقي بند محکوم کړی دی. نوموړی دغه راز اجازه نه لري چې د درېو کلونو په موده کې د فرانسې خاورې ته دننه شي.

د یو بل خبر له مخې د بولونی سور مېر محکمې یو ۳۵ کلن فرانسوی په ۱۸ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړی دی. نوموړی د جولای میاشتې پر ۱۹مه ویمرو ساحل کې ونیول شو. پولیسو د ده په موټر کې بادي بېړۍ او د بېړۍ د چلولو وسایل وموندل.

څېړونکو وروسته بیا د نوموړي د موبایل د معلوماتو تر بررسۍ وروسته وموندله چې هغه له قاچاقي ډلو سره ټینګې اړیکې لري. نوموړي محکمې ته منلې چې څو ځله یې د مهاجرو بېړۍ انتقال کړې دي.

بیا ولولئ: د مهاجرو انتقالول: فرانسه کې یو لارۍ چلوونکی په یو کال بند محکوم شوی

د جولای میاشتې پر ۲۴مه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن کالې ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د روان کال له پیل راهیسې ۲۸ قاچاقي ډلې له منځه وړل شوې دي. له وا دو نورد ورځپاڼې د نوموړي له قوله ویلي چې د برتانیا او فرانسې ترمنځ د ګډ استخباراتي واحد د دغو لاس ته راوړنو سبب شوی دی. د ۲۰۲۰ په جولای میاشت کې ژرالد دارمنن او د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل د برتانیا او فرانسې د ګډ استخباراتي واحد پر جوړولو موافقه وکړه.

دمګړۍ د برتانیا په پارلمان کې د پناه غوښتنې د قانون د رفارم پر سر بحثونه روان دي. پریتي پاتل ویلي چې هیله لري قاچاق وړونکي په عمري حبس محکوم شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو اونیو کې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ور تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د روانې اونۍ په پیل کې تر ۵۰۰ ډېرو کسانو برتانیا ته د اوښتو لپاره هڅې کړې وې.

 

نورې ليکنې

Webpack App