نثار احمد د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې. انځور: نثار احمد. ۲۰۱۸
نثار احمد د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې. انځور: نثار احمد. ۲۰۱۸

۳۰ کلن نثار احمد چې دوه کاله له بریتانوي ځواکونو سره په هلمند کې ترجمان و، له خپلې میرمنې سره یوځای په قاچاقي لارو اروپا او بیا بریتانیا ته رسیدلی. هغه چې اوس مهال د بریتانیا په مانچستر ښار کې اوسیږي، شاوخوا ۱۵ میاشتې يې د یونان د موریا د کډوالو په کمپ کې له کړاوه ډک ژوند تېر کړی. نوموړی کډوال نیوز ته خپله کیسه کوي.

«د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر میاشتې نه تر ۲۰۱۱ کال اګست پورې د هلمند په نادعلي، شورابک، لښکرګاه ښار او نورو برخو کې له بریتانوي ځواکونو سره ترجمان وم. هغه مهال څو ځلې د ترهګرو لخوا پر مرګ تهدید شوم. زمونږ یو همکار چې له کابل د وظیفي پر لور روان و په هلمند کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د بریتانوي ځواکونو سر بیره ما د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره د ۲۰۱۳ کال نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د شپې په عملیاتو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دنده ترسره کړه.

د خپلې دندې پر مهال یو ځل له ملګري سره د خوست بازار ته د اختر خریدارۍ لپاره ووتم. له موټر څخه کښته شوم چې له دوکاندار څخه د آدرس پوښتنه وکړم چې پر همدغه مهال له یو بل موټر څخه د نامعلومو وسله والو لخوا پر مونږ برید وشو. زه او زما ملګری ټپیان شو. کله چې بېرته کمپ ته لاړو له وظیفې يي و شړلم او راته یې وویل چې بازار ته زمونږ له اجازې پرته تللی يې.

نثار احمد له خپلو بریتانوي او افغان همکارانو سره په هلمند کې. انځور: نثار احمد
نثار احمد له خپلو بریتانوي او افغان همکارانو سره په هلمند کې. انځور: نثار احمد

د امریکا او بریتانیا په سفارت کې زما د ویزې غوښتنه و نه منله شوه

کابل کې د امریکا سفارت څخه مې د ویزې غوښتنه وکړه، ما ته يي وویل چې له امریکایانو له دندې نه دې د بشري منابعو دفتر نه یو خط مونږ ته راوړه. ما چې د خط غوښتنه وکړه و نه منل شو او ماته يي وویل چې تا درې کال کار نه دی کړی. ما له امریکايي پوځیانو سره څه کم دوه کاله کار کړی و.

د بریتانيې سفارت هم زما د ویزې غوښتنه و نه منله. سفارت راته وویل، هغه خلک چې له ۲۰۱۲ کال وروسته د بریتانوي ځواکونو سره دنده ترسره کړې وي مونږ د اوس لپاره ورته ویزه ورکوو. ما چې له ۲۰۱۲ کال وړاندې له دوی سره کار کړی و راته يې ویل چې د بریتانيې دولت د پرېکړې لپاره انتظار وباسه. همدغه وجه ده چې لاهم ځینې ترجمانان په افغانستان کې بند پاتي دي.

د ترهګرو د ګواښونو او ناامنیو له وجې د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې اړ شوم چې له خپلې میرمنې سره یوځای افغانستان پرېږدم. له قاچاقي لارو مې ځان ایران، ترکیې او بیا یونان ته ورساوه.

نور ولولئ: د فرانسوي ځواکونو پخواني افغان کارکوونکي د طالبانو د ګواښونو په اړه اندیښمن دي

د ایران او ترکیې پر پوله مو د انسانانو هډوکي په خپلو سترګو ولیدل

په قاچاقي لارو کې مو ډېرې ستونزې ولیدلې. د ایران او ترکیې پر پوله مو د انسانانو هډوکي په خپلو سترګو ولیدل. له ډېر کړاو وروسته د ترکیې افیون ښار ته ورسیدو.

د ترکیې په افیون ښار کې درې میاشتې پاتي شو. هلته مو د پناه غوښتنه ثبت کړه خو د رد ځواب مو لاسته راوړ. اړ شو چې اروپا ته مخه کړو او ځان مو یونان ته ورساوه.

نثار احمد د موریا کمپ ته نږدې په یونان کې. انځور: نثار احمد. ۲۰۲۰
نثار احمد د موریا کمپ ته نږدې په یونان کې. انځور: نثار احمد. ۲۰۲۰

۱۵ میاشتي مې د یونان په کمپونو له کړاوه ډک ژوند تېر کړ

۲۰۲۰ کال کې د یونان موریا کمپ ته ورسېدو. زمونږ له رسېدو سره سم هلته یو قتل شوی و. جګړه، قتل، غلا په کمپ کې په یو عادي کار بدل شوی و. یو موده وروسته مېرمن مې ناروغه شوه. د خیمو تر لاندې امکانات شتون نه درلود. ۱۰ یا ۱۲ کسان په یوه خیمه کې ساتل کېدل. اوبه او خوراکي موادو ته مو سمه لاسرسی نه درلود. په غذايي موادو کې مې چنجي په خپلو سترګو ولیده. د مسولینو او پولیسو چلند ډېر بد و.

۱۵ میاشتي مې د یونان په کمپونو له کړاوه ډک ژوند تېر کړ. درې ځلې د پناه غوښتنه مې رد شوه او بالاخره د اخراج (ترک خاک) امر راباندې وشو. اړ شوم د ځنګل له لارې البانیا ته لاړ شم. په شپه کې له ځنګلي حیواناتو سره مخامخ شوم. البانیا بېرته یونان ته واستلو او بیا هم موریا کمپ کې ځای پر ځای شو.

نور ولولئ: د بریتانوي ځواکونو پخوانۍ افغان ژباړونکی او میرمن يي د یونان د کډوالو په کمپ کې بند پاتي

په کمپ کې مې اسناد ځینو خلکو ته ورښکاره کړل او د ځینو په مرسته مې د بریتانیا سفارت کې د ویزې غوښتنه وکړه. سفارت په شرایطو برابر و پیژندلم. له اوږدې مودې انتظار وروسته د بریتانیا سفارت اتن ته واستولم او هوټل کې يي ۷ ورځې و ساتلم.

بالاخره بریالی شوم چې د بریتانیا ویزه ترلاسه کړم او د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۳ له یونان څخه دلته مانچستر ښار ته واستول شوم.

د ترجمانانو حال

ځینو پخوانیو ملګرو سره چې د بریتانوي ځواکونو سره يي په افغانستان کې دنده ترسره کوله په تماس کې یم.

زمونږ یو شمېر ملګري د طالبانو لخوا تر ګواښ لاندې دي او هغوی ته ویل کیږي چې تاسو کافر یاستئ او بهرنیانو سره مو کار کړی دی. د هغوی ژوند په خطر کې دی.

له بریتانیا څخه زمونږ غوښتنه ده چې دغه افغانان چې دوی ته يې په سختو شرایطو کې خدمت کړی د راتلو امکانات برابر کړي.»

 

نورې ليکنې