پاریس ته نږدې د منیل املو د کډوالو اداري توقیف مرکز. انځور: مهاجر نیوز
پاریس ته نږدې د منیل املو د کډوالو اداري توقیف مرکز. انځور: مهاجر نیوز

د پاریس په ختیځه برخه کې د کډوالو له اداري توقیف مرکز (CRA) څخه نن چهارشنبه درې کډوال په تیښته بریالي شوي دي. مرستنیدویه ادارې وايي چې په دغو توقیف مرکزونو کې د کډوالو وضعیت سم نه دی.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د رواسي هوايي ډګر ته نږدې د «منیل املو» توقیف مرکز څخه درې تنه کډوال هغه مهال په تیښته بریالي شول چې له مرکز څخه د وتلو په موخه دغلته میشت کډوال اعتراض کړی و.

د پولیسو په وینا، د شپې له ۱۱ نه تر سهار ۲ بجو پورې د توقیف شوي کډوالو یوه ډله بام ته وختل او پر امنیتي مسولینو يي ځینې توکي و غورځول. امنیتي مسولینو څو ساعته وروسته د اوښکي بهونکي ګاز په مرسته وضعیت آرامه کړ. پولیس وايي چې په یاده پیښه کې یو تن له بام څخه د غورځیدو پر مهال او بل تن په ونه کې ټپي شو.

د سیماد له مرستندویه ادارې څخه مارین بوفیس وايي: «له تیرو څو ورځو راهیسې وضعیت سم نه دی او توقیف کې ساتل شوي کډوال هڅه کوي چې له مرکز څخه تیښته وکړي.»

نوموړی وايي چې د جولای په لومړیو ورځو کې له مرکز څخه یو کډوال په تیښته بریالی شو.

ویل شوې چې شاوخوا ۱۵۰ تنه د منیل املو په توقیف مرکز کې ساتل کیږي. دولت غواړي چې ډیری دغه کډوالو له فرانسې څخه اخراج کړي.

نور ولولئ: فرانسه: ایل دو فرانس کې یوه اداري توقیف خونه په کورونا ویروس اخته مهاجرو ته ځانګړې شوې

د سیماد اداره زیاتوي: «د ځینو دغو خلکو لپاره شته وضعیت د تحمل وړ نه دی. ځینې دغه کډوال د دریم ځل لپاره په ۹۰ ورځینی توقیف کې دی.»

په توقیف مرکزونو کې د کرونا آزمایښت پر وړاندې مخالفت

له تیرو څو میاشتو راهیسې، یو شمیر توقیف شوي کډوال په توقیف مرکزونو کې د کرونا ازمایښت له ورکولو څخه ډ ډه کوي. د کډوالو د اخراج او نورو هیوادونو ته د دوې د استولو لپاره دغه ازمایښت اړین بلل کیږي.

د جنورۍ په میاشت کې د منیل املو مرکز کډوال په توقیف کې د ساتل کیدو د اوږدې مودې له امله مرکز ته اور ورته کړ چې وروسته بیا د پیښې په تړاو ۷ تنه په مجازاتو محکوم شول.

کارپوهان د کډوالو زنداني کول غیر قانوني او د بشري حقونو او د کډوالۍ له حقونو سره په ټکر کې بولي. مرستندویه ټولنې او کډوال هم په توقیف مرکزونو کې د ژوندانه د شرایط په اړه نیوکه کوي.

د فرانسې د پارلمان یو غړي استر بن باسا د فبرورۍ په میاشت کې په ناڅاپي ډول له منیل املو توقیف مرکز څخه لیدنه وکړه او پر مرکز د نیوکې سربیره د بندولو غوښتنه يي وکړه.

 

نورې ليکنې