د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې یو امریکايي عسکر له خپل افغان ترجمان سره په پوځي مرکز کې له عملیاتو مخکې قدم وهي. انځور: رویټرز. ۲۰۱۴ کال
د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې یو امریکايي عسکر له خپل افغان ترجمان سره په پوځي مرکز کې له عملیاتو مخکې قدم وهي. انځور: رویټرز. ۲۰۱۴ کال

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخواني ژباړونکو او کارکوونکو ۲۲۱ کسیزه ډله د جمعې په سهار له کابل څخه واشنګټن ته ورسید.ټاکل شوې چې دغه افغانان له خپلو کورنیو سره یو ځای د ویزو پروسې تر بشپړیدو پورې د ویرجینیا په فورټ لي پوځي اډه کې وساتل شي.

اسوشیتید پرس خبري آژانس نن جمعه د جولای په ۳۰ مه خبر ورکړ چې په دغو افغانانو کې ۷۲ ماشومان او واړه کوچنیان هم شامل دي. د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو دغه ډله د جمعې په سهار وختي د دالس واشنګټن نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شول.

دا د افغان ژباړونکو د ۲۵۰۰ کسانو له ډلې لومړی ډله ده چې له خپلو کورنیو سره واشنګټن ته رسیږي. ټاکل شوې پاتې نور هم په راتلونکي کې امریکا ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست میاشتې تر پایه به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورسیږي. امریکايي چاواکي اعلان کړی چې هغه افغانان چې له دوې سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې ورته د «اس آی وي» تر چوکاټ لاندې ځانګړې ویزې ورکوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روانې اونۍ په پیل کې دغو ویزو او په افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړه.

نور ولولئ: د امریکا ولسمشر ۱۰۰ میلیونه ډالر افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړل

د امریکا د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ داسې یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به يي ۸۰۰۰ د «اس آی وي» نورې ویزې د امریکايي ځوکونو پخوانیو کارکوونکو ته ورکړل شي.

 له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د دولت او وسله والو طالبانو جګړو زور اخیستی چې له دې سره د افغانانو د کډوالۍ د نویو څپو د رامنځ ته کیدو اندیښنې رامنځ ته شوې. ملګري ملتونه په دې وروستیو کې ویلي و چې جګړو او تاوتریخوالو د کال له پیل څخه شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان له خپلو کورونو بې ځایه کړې دي.

یو مشیر سرچینې آټکل کوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت پر مهال شاوخوا ۳۰۰ افغان ژباړونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

نورې ليکنې