کیمیا علیزاده د اولمپیک د مهاجرو لوبډلې غړې ده.‌ انځور:‌ د اولمپیک نړیواله کمیټه
کیمیا علیزاده د اولمپیک د مهاجرو لوبډلې غړې ده.‌ انځور:‌ د اولمپیک نړیواله کمیټه

ایرانۍ تکواندوکاره کیمیا علیزاده لږ تفاوت سره د توکیو په اولمپیک سیالیو کې د مډال ترلاسه کولو څخه پاتې شوه. نوموړې د اولمپیک لپاره د مهاجرو د لوبډلې غړې ده او اووه کاله مخکې یې د تکواندو تمرین په لوړه کچه پیل کړی دی.‌ ایران کې د دغې لوبغاړې مسلکي ژوند له سختیو ډک و.‌ کیمیا علیزاده په ۲۰۲۰ کې له ایرانه تښتېدلې او اوس په جرمني کې مهاجره ده.‌ هغه په ایران کې د ښځو او د ښځینه لوبغاړو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.‌

توکیو.‌ د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولای میاشتې ۲۵مه. ماهوکاري مېس ورزشی هال.‌ د غرمې یوه بجه او ۴۵ دقیقې.‌ د تکواندو سیالۍ.‌ درې ویشت کلنه کیمیا علیزاده خپلې برتانوۍ سیالې جېد جونز ته ماټه ورکوي. تمه ده چې نوموړې په منځلوبو کې له چینایۍ لیزون جو سره سیالي وکړي.‌ د برنز مډال پر سر سیالۍ کې بیا ترکۍ تکواندوکاره هاتیس کبرا الګون علیزادې ته ماټه ورکوي.

خو مهمه خبره دا ده چې د کیمیا علیزادې هیله پوره شوې ده: هغه چې د «سونامۍ» په نامه پېژندل کېږي بالاخره بریالۍ شوه چې اولمپیک سیالیو کې ګډون وکړي. کیمیا کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي هغه مهال ډېره خواشینه وه، خو «اوس چې ګورم نو ځان خوشاله احساسوم.‌ ما په ټولو برخو کې ستونزې درلودې. زه له لرې څخه راغلې یم،‌ خو غواړم چې نورو ته ور وښیم چې زه د تکواندو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ښو لوبغاړو په ډله کې ځای لرم.‌ غواړم چې ټولو ایراني ښځو ته ووایم چې تل دې مبارزې ته ادامه ورکړي.»

ایران کې د ښځو د وضعیت پر وړاندې مبارزه

د ایران پلازمېنې تهران ته څېرمه له کرج سیمې څخه تر جاپانه د کیمیا علیزادې ژوند له ستونزو ډک و.

کیمیا علیزاده په اته کلنۍ کې تکواندو پیلوي او له هماغه وخت راهیسې له دغې سپورټي رشتې سره مینه لري.‌ د تکواندو تمرین تر پیل وروسته نوموړې په محلي کچه ډېر ژر شهرت مومي او څو کلونه وروسته څوک ورته ماټه نه شی ورکولی.‌ هغه د ښځینه لوبغاړو پر وړاندې د بندیزونو سره سره ښه پر مخ ځي او نه تسلیمېږي.‌ په وینا یې:‌ «احساس مې کاوه چې دوی [چارواکي] له ما سره توپیري چلند کوي او زه نه شم کولی چې د نارینه و په څېر تمرین وکړم او یا د دوی په شان سیالیو کې برخه واخلم.»

هغه زیاتوي:‌ «په ورته چاپېریال کې یوازې دوه حل لارې شته:‌ تسلیمېدل او په داسې یوه ټولنه کې د مېرمنو د ژوند د وضعیت پر وړاندې مبارزه کول چې هلته ښځې د دویم جنس په توګه پېژندل کېږي.‌ ما احساس کاوه چې ایران کې بي عدالتي شته،‌ خو تل به مې ځان ته ویل که سپورټ پرېږدم پشیمانه به شم.‌ دغې مفکورې ما ته د دې توان راکړ چې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه وکړم.»

کیمیا علیزاده تر دې دمه خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي او د ایران د اسلامي جمهوریت له پولو بهر نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.‌

«زندان کې نه وو، خو وضعیت زندان ته ورته و»

کیمیا علیزاده په ۲۰۱۴ کې د نیانجیک د ځوانانو د اولمپیک سیالو ته ور بلل کېږي.‌ دغو سیالیو هغه کسان ګډون کولی شي چې تر ۱۹ کلونو ټیټ عمر ولري‌.‌ کیمیا په منفي ۶۳ کیلوګرام وزن کې د سرو زرو مډال ترلاسه کوي.

خو هغه د سیالیو پر مهال دې متوجه کېږي چې د نورو هیوادونو ښځینه لوبغاړو سره چلند متفاوت دی.‌ په وینا یې:‌ «ځینې لوبغاړې له تایوان او سوېلي کوریا څخه راغلې وې،‌ چین ته مې د سفر پر مهال ورسره خبرې وکړې.‌ و مې لیدل چې ایران کې وضعیت بېخي فرق کوي.‌ زموږ ټول اعمال او حرکات تر نظر لاندې ول،‌ موږ اجازه نه درلوده چې د ناظر له شتون پرته بهر ته ووځو، خو دوی اجازه درلوده چې هر کله چې غواړي بهر ته ووځي او له نورو سره عکسونه واخلي.‌ موږ خو د عکس اخیستلو هېڅ اجازه نه درلوده.‌ په زندان کې نه وو، خو وضعیت زندان ته ورته و.»

دوه کاله وروسته د علیزادې نوم یو ځل بیا اولمپیک سیالیو کې ځلېږي، خو دا ځل هغه له ایرانه لرې ده…

برازیل کې تاریخي لوبه، خو ایران کې فشارونه

علیزاده په ۱۸ کلنۍ کې د ۲۰۱۶ کال د ریو دو جنېرو سیالیو کې ګډون کوي.‌ نوموړې بریالۍ کېږي چې د سیالیو پر مهال مجربو تکواندوکارانو ته ماټه ورکړي. هغه د سویدنۍ نیکیتا ګلاسنویک سره د درې مقام پر سر سیالي کوي او په پای کې لومړنۍ ایرانۍ ښځه کېږي چې د اولمپیک مډال یې ترلاسه کړی دی.

علیزاده وایي: «باور نه مې کاوه چې یوه ۱۸ کلنه پیغله ریو دو جنېرو کې ګډون وکړي او د برونزو مډال وګټي.‌ دغه مډال ما ته ډېر ارزښت درلود.»

ایران کې ولسي وګړي د علیزادې د بریا هرکلی کوي او ایرانۍ نجونې ورسره مینه ښيي.‌ په وینا یې:‌ «تر سیالیو وروسته مې ایراني ښارونو ته سفر وکړ تر څو نورو ته خپل مډال ور وښيم، خو په اصل کې مې هدف دا و چې ښځو ته د هیلې پیغام ورکړم.‌ هیلې د ځوانو ښځو په سترګو کې لیدل کېدلې. احساس مې کاوه چې دوی غواړي ما ته وایي‌ پر تا باندې ویاړو،‌ خو دا هم راته معلومه شوه چې هیواد کې مې د ښځو حالت څنګه دی‌.‌ هماغه وخت مې پرېکړه وکړه چې نور به دغه سیستماتیکه بي عدالتي نه منم.»

له ایرانه وتل

علیزاده ورپسې د سوېلي کوریا د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مدال ترلاسه کوي، خو ایران ته تر ستنېدو وروسته ایراني چارواکي هڅه کړي چې فشار پرې راوړي.‌

د ۲۰۲۰ په جنورۍ کې هغه پر خپل انسټاګرام یوه خبرپاڼه خپروي او ایران کې د ښځو وضعیت ته په کتو سره تصمیم نیسي چې مهاجرت وکړي.‌ نوموړې به نور د خپل هیواد بیرغ اوچت نه کړي.‌ علیزاده وایي:‌ «زړه مې صبر شوی و، خو خواشینه وم ځکه چې پوهېدم چې نور به ایران ته د ورتګ اجازه و نه لرم او ژوند به مې بدل شي.»

په خبره یې:‌ «ایرانۍ ښځې ازادې نه دي.‌ زه د میلیونو ښځو یوه یم.‌ پر ما فشار و چې د حکومت په خوښه کار وکړم،‌ د دوی په خوښه کالي واغوندم، د دوی په خوښه خبرې وکړم.‌ زه نور نه غواړم چې له درواغو او بي عدالتیو سره ژوند وکړم.‌» له ایرانه د نوموړې له وتو سره سم ایراني چارواکو تنقیدونه پرې وکړل.‌ د بېلګې په توګه ایراني استازي عبدالکریم حسین زاده وویل چې «استعدادونه له شرم او حیا پرته ایران پرېږدي».‌ علیزاده په دې پوهېده چې لاره به اوږده وي او ژوند به یې بدل شي، خو هغې د ښه راتلونکي لپاره اروپا ته مهاجرت وکړ.

د توکیو د اولمپیک سیالۍ

علیزاده لومړی هالنډ ته ځي. خو څو میاشتې ځان پتوي، له خلکو سره تماس نه اخلي او یوازې له ځینو ایراني ملګرو څخه مرسته ترلاسه کوي.‌ هغه له خپل مېړه سره یو ځای له هالنډه جرمني ته ځي او د ۲۰۲۰ په می میاشت کې یې دغه هیواد کې د مهاجرې په توګه پېژندل کېږي. نوموړې بیا د جرمني نورمبرګ ښار کې خپل نوی ژوند پیلوي: هلته په یوه ځایي کلب کې تمرین کوي او تصمیم لري چې د توکیو د اولمپیک په سیالیو کې ګډون وکړي.

علیزاده د اولمپیک د مهاجرو لوبډلې غړې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی دی.‌ هغه غواړي د ایراني ښځو د ملاتړ لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

په خبره یې:‌ «ډېره خوشاله وم چې د مهاجرو د لوبډلې په چوکاټ کې سیالیو کې ګډون کوم.‌ دا سمبولیک ارزښت لري.‌»

نوموړې زیاتوي:‌ «مهاجر د نورو په څېر دي.‌ دوی باید خپلو انساني حقونو ته لاسرسی ولري.‌ د ټولو ژوند یو شان نه دی، ځینې کسان اسان ژوند لري، ځینې نور بیا سخت ژوند لري،‌ خو موږ ټول باید مبارزې ته ادامه ورکړو.»

علیزاده وایي:‌ «زه کډواله یم،‌ خو غواړم ټولو ایراني ښځو ته وښیم چې موږ له نارینه و سره برابر حق لرو.‌ که زما بېلګه لږترلږه یوه ځوانه پیغله دې ته وهڅوي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي زه به ډېره خوشاله کېږم.‌ دا به تر ټولو ارزښتناک مډال وي.»

 

نورې ليکنې