پرون پنجشنبه د جولای ۲۹مه ووژ پارک کې مهاجر خیمې ودروې.‌ دوی د سرپناه غوښتنه کوله. انځور:‌ کډوال نیوز
پرون پنجشنبه د جولای ۲۹مه ووژ پارک کې مهاجر خیمې ودروې.‌ دوی د سرپناه غوښتنه کوله. انځور:‌ کډوال نیوز

امنیتي ځواکونو نن جمعه د جولای ۳۰مه د پاریس په ووژ ډګر کې جوړ شوی مهاجر کمپ خالي کړ. که څه د دغو عملیاتو په ترڅ کې کورنیو او کم سنه مهاجرو ته سرپناه برابره شوې، خو۱۵۰ تر ۱۸۰ نارینه مهاجر لا هم بې سرپناه دي.

نن جمعه د سهار له خوا د پاریس د پولیسو قومندانۍ ووژ ډګر کې د هغه کمپ د خالي کولو عملیات پیل کړل چې له پرون پنجشنبې راهیسې ۷۰۰ مهاجر پکې اوسېدل. د یادو مهاجرو په ډله کې ۹۰ کم سنه کسان، کورنۍ او نارینه مجرد هم ول.

د سولیداریتي میګران وېلسون سازمان غړی فیلیپ کارو کډوال نیوز ته وایي په سرویسونو کې د هرکلي مرکزونو په لور د مهاجرو د لومړۍ ډلې د انتقالولو عملیات – کورنۍ او کم سنه کسان چې شمېر یې ۶۰۰ تنو ته رسېږي – «د اوږد انتظار سربېره په ارامۍ سره» ترسره شول.‌ نوموړی زیاتوي چې نن سهار د رکېزیسیون ټولنې د ښاریانو په مرسته یادو مهاجرو ته سبا ناری ورکړی و.‌

دغو کسانو ته د پاریس په درېو جمنازیمونو کې ځای ورکړل شوي دي.‌ خو کم سنه کسان بیا د پاریس اونت سنټر ته استول شوي دي.

۱۵۰ تر ۱۸۰ نارینه بې سرپناه پاتې دي

فیلیپ کارو زیاتوي چې د غرمې له خوا داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د نارینه مهاجرو لپاره سرپناه نشته. له همدې کبله د یوتوپیا ۵۶ مسول یان منزي د پاریس قومندانې مګالي شاربوني سره تلفوني تماس نیسي. نوموړې بیا ورته وایي چې ۲۰۰ کسان پر سړکونو پاتې کېږی. 

د یان منزه په خبره:‌ «ما ته یې وویل چې نور ځای نه لرو.‌ ما ورته وویل چې تاسې کولی شئ چې په یوه جمنازیم کې ورته سرپناه برابره کړئ. هغې وویل نور بس دی، په روانه او تېره اونۍ کې مو زیات شمېر خلکو ته ځای ورکړی.»

امنیتي ځواکونو بیا هڅه وکړه چې پاتې شوي‌ ۱۵۰ تر ۱۸۰ نارینه مهاجر له ډګر څخه وشړي. فیلیپ کارو چې د عملیاتو فلم یې اخیستی دی وایي پولیسو دوی د مترو اسټېشن پر لور وشړل.

محکمې ته شکایت

یوتوپیا ۵۶ وایی چې دغه کسان نور خیمې او کمپل نه لري.‌ خو د یان مانزي په حواله یوتوپیا دوی یوازې نه پرېږدي.‌ دغه سازمان په پام کې لري چې دوی په پام کې لري چې محکمې ته هم شکایت وکړي.‌

پرون پنجشنبه د جولای میاشتې ۲۹مه د پاریس په ووژ ډګر کې نږدې ۴۰۰ مهاجرو د رکېزیسیون په نامه ټولنې په مرسته خیمې ودرولې. دوی له چارواکو څخه د سرپناه غوښتنه لرله.‌

دا نهم ځل دی چې د رکیزسیون ټولنه پاریس کې اعتراضي مهاجر کمپ جوړوي. د سرپناه د حق سازمان په یوه خبرپاڼه کې وایي‌ چې د دغې ټولنې د اعتراضي اقداماتو له امله تر اوسه تر ۳۰۰۰ ډېرو کسانو ته سرپناه برابره شوې ده. په وینا یې په عامه ځایونو کې د کمپونو جوړول کډوالو ته د سرپناه د موندلو یوازنۍ لاره ده. 

 

نورې ليکنې

Webpack App