نړۍ کې د انساني قاچاق ۴۶ سلنه قربانیان ښځې دي. کریدت: رویټرز

انځور: آرشیف
نړۍ کې د انساني قاچاق ۴۶ سلنه قربانیان ښځې دي. کریدت: رویټرز انځور: آرشیف

په افغانستان کې دعدليي وزارت نن د مارچ ۳۰ مه چې له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، وویل چې د انساني قاچاق او کډالو د قاچاق لسګونه شبکې پیژندل شوي او د افغانستان په عدلي او قضايي ادارو کې يي دوسیې تر کار لاندې دي.

بل پلو بیا اروپايي ټولنې او ملګري ملتونه په یوه تازه اعلامیه کې د نړۍ په کچه د انساني قاچاق د پیښو له ډیریدو خبر ورکړی او ویلي يي دي چې د انساني قاچاق ۴۶ سلنه قربانیان ښځي دي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت نن کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل : «په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان په عدلیي او قضايي ادارو کې د انساني قاچاق او کډوالو د قاچاق ۲۳۵ قضیو باندې کار شوی چې له دې ډلې ۱۵۶ قضيي يي د انساني قاچاق، ۵۶ يي د کډوالو د قاچاق او ۲۱ نور يي د بچه بازۍ قضيي وې.»

د افغانستان عدلیي وزارت چې له انساني قاچاق او د کډوالو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمیسیون مشري کوي وايي چې د کمیسیون امنیتي ادارې په ۱۳۹۹ کال کې د قاچاق ۳۴ شبکې په نښه کړې او د انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق په تور يي ۷۰ تنه نیولي دي. د دغه وزارت ویاند وویل چې د ۴۰ هغو افغانو مخه هم نیول شوې چې قاچاقبرانو غوښتل دوې بهر ته په قاچاقي ډول واستوي.

نور ولولئ: برتانیا: یو افغان د انساني قاچاق ډلې د غړیتوب په شک نیول شوی

د عدليي وزارت وايي چې د افغانستان په قوانینو او د جزا په کود کې د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق لپاره ځانګړې سزا ټاکل شوې چې ان تر اعدام پورې رسیږي. د دغه وزارت ویاند زایاتوي چې تیر لمریز کال کې د ۵۰ تنو قاچاقچیانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

یاد وزارت په داسې مهال د دغو لاسته راوړنو خبر ورکوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان هڅې په دې برخه کې کمزوري بللي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په برخه کې په خپل کلنی راپور کې ویلي و چې افغان حکومت لږ تر لږه هغه لازم ګامونه نه دي اخیستي چې د انساني قاچاق په له منځه وړلو کې اړین دي او په دې برخه کې لازمې هڅې نه دي شوي.

نړۍ کې د انساني قاچاق ۴۶ سلنه قربانیان ښځې دي

له انساني قاچاق سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې اروپايي ټولنې د انساني قاچاق د پیښو له ډیریدو خبر ورکړی او ویلي يي دي چې د مدیترانې په سیمه کې له انساني قاچاق او کډوالو قاچاق سره په تړاو انساني ناورین په دې وروستیو کلونو کې ډیر شوی.

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرم سره د مبارزې دفتر نن جمعه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د هغو ماشومانو کچه چې د انساني قاچاق قرباني دي، درې برابره ډیر شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې په نړۍ کې د انساني قاچاق ۴۶ سلنه قربانیان ښځې دي.

په اعلامیه کې په اروپايي هیوادونو کې د انساني قاچاق په اړه راغلي:« اروپايي ټولنه کې د ټولو قربانیانو ۷۲ سلنه ښځې دي. په اروپايي ټولنه کې له نیمايي څخه ډیر قربانیان د اروپايي هیوادونو اصلي اوسیدونکي نه دي»

اروپايي ټولنه د دغه ستر جنایت د مبارزې لپاره د مبدا ، ترانزیټ او کوربه هیوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کوي او وايي چې د دغه جنایت سره د مبارزې لپاره يي له افغانستان، ایران، عراق، پاکستان او بنګله دیش سره د دوې مرستې دوام لري.

 

نورې ليکنې