د مهاجرو یوه ډله د رومانیا او صربیا پر پوله.‌ انځور:‌ رویټرز
د مهاجرو یوه ډله د رومانیا او صربیا پر پوله.‌ انځور:‌ رویټرز

یوروپول چارواکي‌ وایي‌ چې د رومانیا امنیتي او پوله ساتونکي ځواکونو هغه قاچاقي ډله له منځه وړې ده چې د بالکان پر مسیر د سلګونو مهاجرو قاچاق کې ښکیله وه.

دغه ډله چې د ۲۰۲۰ له اکټوبر میاشتې راهیسې پر انساني قاچاق بوخته وه د مصریانو، عراقیانو، سوریایانو او رومانیایانو څخه جوړه شوې ده.‌ 

د یوروپول په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ډلې په بالکان هیوادونو کې پټځایونه درلودل او د اردن، ایران،‌ عراق او سوریې اتباع به یې قاچاقول.‌ همداراز دغې ډلې له بلغاریا او صربیا څخه مهاجر رومانیا ته انتقالول او بوخاست او یا د رومانیا په لوېدیزو سیمو کې به یې ورته لنډمهاله سرپناه برابروله.‌ مهاجر بیا له رومانیا څخه هنګري او ورپسې جرمني ته انتقال کېدل.‌

یوروپول زیاتوي چې تر دې دمه ۴۹۰ مهاجر له سرحده د تېرېدو پر مهال نیول شوي دي.‌

بیا ولولئ:‌ رومانیا:‌ له هنګري سره پر پوله د پنځو افغانانو په ګډون لس مهاجر نیول شوي

د یاد اژانس په حواله یادې ډلې دغه راز د نشه یي توکو په قاچاق او د جعلي اسنادو په جوړولو کې هم لاس درلود.

له ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ پورې یورو

په وینا یې هر یوه مهاجر دغو قاچاقبرانو ته له ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ پورې یورو ورکولې.‌ دوی چې په ډله کې یې ماشومان لرونکې کورنۍ هم وې په نامناسبو ځایونو کې ساتل کېدل او ډېری وختونه یې تشنابونو او د څښاک پاکو اوبو ته یې هم لاسرسی نه درلود.‌ 

قاچاق وړونکو به په معموله توګه کرایي کورونو او یا د ډلې د غړو په کورونو کې خپل فعالیتونه ترسره کول چې په چالاراشي،‌ لالومیتا او یا تمېشوارا ښارونو پراته ول.

بیا ولولئ: د مهاجرت پر لاره: د رومانیا په تمېشوارا ښار کې د افغان مهاجرو نامعلوم برخلیک

د بېلګې په توګه، په یوه کور کې چې ۶۰ متر مربع مساحت یې درلود په یو وخت ‍۱۰۰ کسانو ته ځای ورکړل شوی و. قاچاق وړونکو به دوی په ډکو لاریو کې پټول چې د هوا د تصفیې وسایل یې نه درلودل.

د دغو عملیاتو په پایله کې امنیتي ځواکونو د ۲۲ کورونو تر تالاشۍ وروسته وسلې، موټرونه،‌ موبایلونه او د ۲۲۰۰۰ یورو په ارزښت پیسې هم ضبطې کړې دي.

 

نورې ليکنې