له ارشیف څخه. انځور:‌ پېکچر الاینز. و. سرحدي
له ارشیف څخه. انځور:‌ پېکچر الاینز. و. سرحدي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خپل نوي راپور کې وایي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د جګړو له امله ولسي مرګژوبله ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.‌ د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ له جنورۍ د جون میاشتې تر پایه پورې ټولټال ۵۳۲۱ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۱۶۰۰ امنیتي پېښو کې ۱۶۷۷ تنه وژل شوي او ۳۶۴۴ نور ټپیان دي. راپور کې راغلي چې سږ کال ولسي مرګژوبله د تېر کال همدې مودې پرتله ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.

د روان کال لومړۍ نیمایي کې ۱۵۴ ښځې وژل شوې او ۳۵۰ نورې مېرمنې ټپیانې دي چې د تېر کال همدې مودې پرتله ۶۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه راز امنیتي پېښو کې ۳۷۳ ماشومان وژل شوي او ۱۰۸۳ تنه نور ټپیان دي چې د تېر کال پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

یاد کمېسیون زیاتوي چې سږ کال ۳۷ سلنه ولسي وګړو ته د سړک غاړې ماینونو په چاودنو، ۳۰ سلنې ته په هدفي وژنو، ۱۸ سلنې ته په راکټي بریدونو، ۷ سلنې ته مخامخو نښتو، ۴ سلنې ته هوایي بریدونو او ‍۱ سلنې ته ځانمرګو بریدونو کې تلفات اوښتي دي.

راپور کې دا هم راغلي چې ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو ۵۶ سلنه طالبانو، ۲۲ سلنه ناپېژانده عاملانو،‌ ۱۵ سلنه دولتي ځواکونو او ۷ سلنه داعش اړولي دي.

زیاته شوې چې ۴۰ سلنه ملکي مرګژوبله د افغانستان سوېل لویدیز زون او ۱۸ سلنه یې بیا مرکزي زون کې ثبت شوې ده.

د «انساني ناوړین» مخنیوی

یاد کمېسیون له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو څخه غوښتي دي چې مخکې له دې چې اوسنی وضعیت د «انساني ناوړین» لامل وګرځي دوی باید د جګړې د ختمولو لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د بشري حقونو کمېسیون له طالبانو څخه هم غوښتي چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي او د تلپاتي اوربند زمینه دې برابره کړي. دغه راز له یادې ډلې څخه غوښتل شوي چې له اسیرانو سره دې د بشري حقونو د اصولو پر اساس چلند وکړي او له صحرایي محاکمو څخه دې لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د جولای میاشتې ۲۶مه د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۸۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې د کال په لومړۍ نیمایي کې جګړو ۱۶۵۹ کسان وژلي او ۳۵۲۴ تنه یې ټپیان کړي دي.

یوناما د ښځو او ماشومانو مرګ ژوبله «ټکان ورکوونکې»بللې او اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې «ښځې، هلکان او نجونې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي تلفانو نږدې نیمایي برخه جوړوي.»

بې ځایه شوي او کډوال

دغې ادارې زیاته کړې وه چې سږ کال د جګړو له کبله څه باندې ۲۰۰ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په وینا یې دغه کسان «یا له دې کبله چې جګړه د دوی تر دروازو ور رسیدلې او یا د وضعیت د خرابېدو او د سیمې د کنټرول د بدلون له کبله بې ځایه شوي دي.»

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي و جګړو او ناامنیو په روان میلادي کال کې ۲۷۰ زره افغانان خپلو کورنو پریښودو ته اړ کړي دي. د یادې ادارې په وینا د داخلي بې ځایه شویو شمیر ۳،۵ میلونو ته رسیږي.

ملګرو ملتونو له افغانستانه د مهاجرت څپې ته په اشارې سره ویلي و، دا چې پاکستان او ایران د افغانانو پر مخ خپلې پولې تړلي نو خلک هڅه کوي چې په ناقانونه ډول له پولو واوړي. یادې ادارې زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره د پولو لوري ته د خلکو حرکتونه ډیر شوي دي.

 

نورې ليکنې