له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره سم تاوتریخوالی کې زیاتوالی راغلی دی. انځور: ګیتي اېمېجز
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره سم تاوتریخوالی کې زیاتوالی راغلی دی. انځور: ګیتي اېمېجز

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه د اګست میاشتې ۲مه د هغو افغانانو او د هغوی د شرایط لرونکو کورني غړو، چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو دولت سره کار کړی دی، د پي ۲ په نامه د پناه غوښتنې د منلو پروګرام اعلان کړ.

د امریکا متحده ایالاتو پرون دوشنبه د هغو افغان وګړو او د هغوی د شرایط لرونکو کورني غړو د پناه غوښتنې د منلو پروګرام اعلان کړ چې افغانستان کې یې له امریکا دولت سره دنده ترسره کړې ده.

کابل کې د امریکا سفارت په سایټ کې راغلي چې که څه هم امریکا افغانستان کې د سولې او امنیت غوښتونکې ده، خو «د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کچې له لوړېدو سره سم» د امریکا حکومت په پام کې لري چې ځینو افغانانو ته امریکا کې د مېشتېدو چانس ورکړي.

په وینا یې د دغه پروګرام په چوکاټ کې زرګونو هغو افغانانو او د هغو د شرایط لرونکو کورني غړو ته امریکا کې د مېشتېدو چانس ورکول کېږي چې د «اس آی وي» یا ځانګړې ویزې تر قاعدې لاندې نه راځي خو له امریکا دولت سره یې د تړاو له امله ژوند له ګواښونو سره مخ وي.

د امریکا سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پروګرام کې لاندې افغانان شاملېږي: «هغه افغان وګړي، چې په افغانستان کې [یې] د امریکا متحده ایالاتو دولت لپاره کار کړی دی؛ هغه افغان وګړي، چې د هغو پروژو یا پروګرامونو لپاره [یې] کار کړی، چې د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوی دی؛ او هغو افغان وګړي، چې په افغانستان کې [یې] د امریکايي رسنیو او نادولتي موسسو لپاره کار کړی دی.»

بیا ولولئ: د امریکا ولسمشر ۱۰۰ میلیونه ډالر افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړل

دا په داسې حال کې ده چې د اګست میاشتې تر پایه به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورسېږي. تر دې وړاندې امریکايي چاواکو اعلان کړی و چې هغو افغانانو ته د «اس آی وي» تر چوکاټ لاندې ځانګړې ویزې ورکوي چې افغانستان کې یې له دوی سره دنده ترسره کړې ده.

بیا ولولئ: د افغان ژباړونکو لومړنۍ ډله له کابل څخه واشنګټن ته ورسېدل

د امریکا ولسي جرګې تېره پنجشنبه داسې یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به يي د «اس آی وي» ۸۰۰۰ نورې ویزې د امریکايي ځواکونو پخوانیو کارکوونکو ته ورکړل شي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی چې له دې سره د افغان کډوالو د نویو څپو د رامنځ ته کېدو اندیښنې رامنځ ته شوې دي. څه موده مخکې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي و جګړو او ناامنیو په روان میلادي کال کې ۲۷۰ زره افغانان خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي دي. د یادې ادارې په وینا د داخلي بې ځایه شویو شمیر ۳،۵ میلیونو ته رسیږي.

دغه راز د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جولای پر ۳۱مه په یوه راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د جګړو له امله ولسي مرګژوبله ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.‌ د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ له جنورۍ د جون میاشتې تر پایه پورې ټولټال ۵۳۲۱ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.‌

 

نورې ليکنې