د راپورونو له مخې د اروپا د بشري حقونو محکمې په لنډمهاله توګه له اتریش څخه د یوه افغان کډوال د اخراج مخه نیولې ده.
د اتریش پلازمېنه ویانا کې د مهاجرو لپاره مشورتي ټولنې پرون سه شنبه د اګست میاشتې ۳مه وویل، مهاجرتي چارواکو د یاد مهاجر غوښتنه رد کړې وه او غوښتل یې چې افغانستان ته یې واستوي.
د اروپا د بشري حقونو محکمې د پرېکړې له مخې، چې د مهاجرو لپاره د مشورتي ټولنې پر سایټ خپره شوې، د اتریش حکومت اړ دی چې د نوموړي اخراج د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې وځنډوي.
د یاد افغان مهاجر هویت نه دی ښودل شوی.
محکمې دغه راز له اتریشي چارواکو څخه پوښتنه کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت له اروپایي ټولنې څخه غوښتي دي چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۵مې پورې د اخراجونو لړۍ ودروي، ولې یې دا تصمیم نیولی دی.
پرېکړه لیک دا هم راغلي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره ایا د دغه پناه غوښتونکي ژوند ته داسې کوم ګواښ شته چې «د جبران وړ نه وي».
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم دغه هیواد کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا توده شوې ده. څو ورځې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل نوي راپور کې وویل چې د روان کال لومړۍ نیمایي کې افغانستان کې مرګژوبله ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.
رویټرز تېره میاشت د اروپایي ټولنې د چارواکو له قوله وویل دوی په پام کې لري چې د افغان کډوالو د نویو څپو د مخنیوي لپاره له افغانستان او ګاونډيو هیوادونو سره مالي مرسته وکړي.