لیتوانیا له بلاروس سره پر پوله دېوال جوړوي.‌ انځور:‌ رویټرز
لیتوانیا له بلاروس سره پر پوله دېوال جوړوي.‌ انځور:‌ رویټرز

د لیتوانیا پوله ساتونکي ځواکونو پرون سه شنبه وویل چې د هغو مهاجرو د پر شا تمبولو لپاره یې تدابیر نیولي دي چې له بېلاروس څخه یې خاورې ته ور ننوځي.

د لیتوانیا سرحدي ځواکونه وایي د هغو مهاجرو پر شا تمبول یې پیل کړي چې له بېلاروس څخه یې خاورې ته د داخلېدو لپاره هڅه کوي.

د لیتوانیا د سرحدي ځواکونو مشر رستماس لیوباجېواس پرون سه شنبه رسنیو ته وویل: «هر هغه کس چې هڅه کوي په ناقانونه توګه د لیتوانیا خاورې ته قدم کېږي ور ته داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.» په وینا یې د سرغړوونکو لپاره یې انصرافي تدابیر هم په پام کې نیولي دي.‌

نوموړې زیاته کړه چې پرون سه شنبه نږدې ۱۸۰ مهاجر بېلاروس ته بېرته استول شوي دي.

د لیتوانیا د کورنیو چارو وزیرې اګنې بیلوتېت د فرمان له مخې،‌ چې د اګست پر ۳مه نافذ شو، چارواکي اجازه لري چې د لیتوانیا له خاورې څخه د مهاجرو د شړلو لپاره له زوره کار واخلي.‌

بیا ولولئ:‌ لیتوانیا د مهاجرو د حقونو د محدودلو سخت قانون وضع کړ

په ورته مهال لیتوانیایي سازمانونه د مهاجرو شړنه د بشري حقونو خلاف بولي.

د فرانسې خبري اژانس د تنوع او پراختیا ګروپ په نامه سازمان څېړونکې اکویل کریسیونېت له قوله ویلي چې بېلاروس خوندي هیواد نه دی ځکه چې هلته په جدي توګه له بشري حقونو څخه سرغړونه کېږي.

د روان کال له پیل راهیسې لیتوانیا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته رسېږي چې ډېری یې عراقیان دي.‌ په ۲۰۲۰ کې لیتوانیا یوازې ۸۱ مهاجر ثبت کړي وو.

بیا ولولئ:‌ د لیتوانیا سرحدي پولیسو ۲۰ افغان او عراقي کډوال نیولي دي

لیتوانیا بېلاروسي چارواکي په دې تورنوي چې دوی دغه هیواد ته د مهاجرو د داخلېدو زمینه برابروي. د ۲۰۲۰ په اګست میاشت کې الکساندر لوکاشنکو یو ځل بیا د لیتوانیا ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو اروپایي هیوادونو د ټاکنو پایلې تقلبي وبللې. لوکاشنکو بیا د ټاکنو د پایلو ضد احتجاج کوونکو سره له تاوتریخوالي کار واخیست او خپل اصلي سیال یې دې ته اړ کړ چې لیتوانیا ته وتښتي.

لیتوانیایي چارواکي په دې اند دي چې ډېری هغه مهاجر چې دغه هیواد ته د اوښتو هڅه کوي بوینګ پروازونو کې له عراق څخه د بېلاروس پلازمېنې مېنسک ښار ته انتقالېږي.

لیتوانیا په شمال ختیزه اروپا کې د بالتیک هیوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون د منځني ختیځ او شمالي افریقا مهاجرو له نوېو څپو سره مخامخه ده.

 

نورې ليکنې