انګلیس یا مانش کانال. انځور: پېکچر الاینز
انګلیس یا مانش کانال. انځور: پېکچر الاینز

پرون سه شنبه د اګست میاشتې ۳مه ۲۸۱ مهاجرو د انګلیس یا مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي. په ورته مهال فرانسوي‌ چارواکي وایي چې یاد کانال کې یې ۲۰ مهاجر نیولي‌ دي.

د امنیتي تدابیرو سربېره لا هم ګڼ شمېر مهاجر هڅه کوي چې د انګلیس کانال له لار ې برتانیا ته واوړي.‌ د بي بي سي‌ خبریال سیمون جونز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون سه شنبه د اګست میاشتې ۳مه ۲۸۱ مهاجر د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

په ورته مهال فرانسوي چارواکو یاد کانال کې ۲۰ مهاجر نیولي دي.‌ د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوې کب نیوونکې کښتۍ پرون سه شنبه د ګري نې سیمه ییز عملیاتي مرکز ته بولونی سور مېر کې د مهاجرو د یوې بېړۍ د شتون په هکله خبر ورکړ.

د خبرپاڼې له مخې دغه کښتۍ کې ۲۰ مهاجر سپاره ول.‌ دوی بولونی سور مېر بندر ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د تېرې جولای میاشتې پر ۲۰مه برتانیا او فرانسې هوکړه وکړه چې د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د تلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره به فرانسې سواحلو کې سرتېري او تجهیزات ځای پر ځای شي. 

دغه هوکړه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانن او د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ترمنځ په یوه ناسته کې شوې وه. په ناسته کې هوکړه شوې وه چې بریتانیا به په راتلونکو دوو کلونو کې له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یور مرسته وکړي ترڅو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي او د فرانسې په خاوره کې دې کډوالو ته سرپناه برابره شي.

تېر کال دغو دوو وزیرانو د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره د فرانسې او برتانیا د اسخباراتي واحد د جوړولو خبر ورکړی و.‌

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دواړو هیوادونو د همکاریو له امله سږ کال تر دې دمه د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ۰ ۸۰۰ کسانو د ورتګ مخنیوی شوی دی.‌

بي بي سي بیا وایي چې د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۸۰۰۰ کسان برتانیا ته رسېدلي دي.‌

 

نورې ليکنې