هغه افغان مهاجر چي پناه يې رد سوې وي او د اخراج د ګواښ سره مخامخ دي، په اکثرو محکمو کي يې حقوقي دعواوي بريالۍ دي.
د آلمان حکومت په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د حزب اختلاف د کيڼ ګوند د يو سوال په جواب کي د افغان پناه غوښتونکو په تړاو شميرې وړاندي کړي دي.
د دغو شمېرو له مخي د روان ۲۰۲۱ کال د جنورۍ او می مياشتو تر منځ ۴۲۱۲ افغانانو د پناه غوښتنه کړې وه. په دغو کي ۳۲۰۳ افغانانو ته د محافظت درجه ورکول سوې او ۱۰۰۹ غوښتنې رد سوي وې. د دغو شميرو په هکله د کيڼ ګوند سياستوالي، اولا يېلپکه د کورنيو چارو له وزارت څخه پوښتنه کړې وه.
د يادو شميرو څخه دا روښانه سوې چي د افغان پناه غوښتونکو له خوا په ياده موده کي دايرو سوو درخواستونو څخه ۷۶ سلنه يې منل سوي دي.
د آلمان خبري آژانس په يو خبر کي ليکلي چي ۲۴۱۸ افغانانو بيا په آلمان کي داسي دوسيې لرلې چي د دبلن تړون په چوکاټ کي حل کړل سوي دي. د دبلن د تړون له مخي که يو پناه غوښتونکی د اروپا يو هيواد ته داخل سي خو په دويم اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، نو به بېرته هغه لومړي اروپايي هيواد ته لېږدول کيږي.
د کيڼ ګوند سياستوالي، اولا يېلپکه پر خپله ټويټر پاڼه د اګست په دويمه وليکل چي د آلمان حکومتي مسيحي اتحادي ګوندونه په «ښې اړخي پوپولستي طرز» و افغانستان ته د مهاجرو پر اخراج ټينګار کوي، خو مخ په وړاندي زياتېدونکی شمېر افغان حقوقي دعوا کوونکي په محکمو کي بريالي دي.
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په معلوماتو کي دا هم راغلي دي چي د تېر ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کي چي کوم شمير د اخراج د ګواښ سره مخامخ افغان مهاجرو په محکمو کي حقوقي دعوی کړې وه، ورڅخه ۵۵ سلنه يې بريالي ول.
د دغو معلوماتو له مخي تر نيمي څخه زياتو دغو افغانانو په آلمان کي د پاته کېدو له پاره د محکمې فيصلې ترلاسه کړي دي. زياته سوې چي سږ کال په عيني موده کي دغه فيصدي تر ۶۰ څخه زياته سوې او اټکل کيږي چي دا لا نوره هم زياته سي.
د هغه باوجوده چي په افغانستان کي وسله والو طالبانو جګړه سخته کړې ده، د آلمان حکومت لا تر اوسه په رسمي توګه د دې پلوي کوي چي و افغانستان ته دي د افغان رد سوو مهاجرو اخراج ادامه پيدا کړي.
د سه شنبې په ورځ د آلمان له ميونش څخه د پلان سوي اخراج يو پرواز د آلماني چارواکو له خوا لغوه کړل سو. دا چي د دغه پزواز د لغوه کولو لاملونه او دلايل څه ول، لا تر اوسه يې په هکله چارواکو معلومات نه دي ورکړي.
د پرو ازيول او يو شمير نورو مرستندويه سازمانونو تر څنګ د آلمان د زرغون او کيڼ ګوند سياستوال د افغان مهاجرو د اخراج مخالفت کوي. هغوی وايي چي په افغانستان کي امنيتي وضعه دا نه ايجابوي چي هلته دي مهاجر اخراج کړل سي.