د ايتاليا د کورنيو چارو وزيره لوچيانا لامورګېزي | Photo: ANSA/Claudio Peri
د ايتاليا د کورنيو چارو وزيره لوچيانا لامورګېزي | Photo: ANSA/Claudio Peri

د ايتاليا هيواد پر دې ټينګار کوي چي و اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د ويش پر موضوع بايد د اروپايي اتحاديې يوه ځانګړې سرمشريزه جوړه سي.

د ايتاليا د کورنيو چارو وزيري لوچيانا لامورګېزي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۴مه) د اروپايي اتحاديې د داخله چارو د کميساري، يلوا جوهانسون سره تليفوني خبري وکړې. د آلمان د خبري آژانس په حواله د ايتاليې د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي لامورګېزي د ايتاليا وضعه تشريح کړې ده.

زياته سوې چي د ايتاليې د کورنيو چارو وزيري پر دې ټينګار کړی دی چي د اروپايي اتحادیې يو ځانګړې سرمشريزه دي راوبلل سي چي پکښي پر غړو هيوادونو د مهاجرو د ويش موضوع مطرح سي.

د تيرو څو اونيو راهيسي نژدې هره ورځ اوسطا په سلونو مهاجر د مديترانې له لاري اروپا ته رسيږي. د ايتاليې د کورنيو چارو د وزارت په وينا له دغو څخه اکثره مهاجر د تونس يا ليبيا له سواحلو څخه په کښتيو کي سپريږي او په زياته کوښښ کوي چي د ايتاليا وچي يا ټاپوګانو ته ځان ورسوي. د مثال په توګه و لامپېدوسا ټاپو ته. 

د ايتاليا د کورنيو چارو وزارت د روان ميلادي کال له پېل څخه بيا د اګست تر څلورمې نيټي پوري تر ۳۰۲۰۰ څخه زيات مهاجر ثبت کړي چي دغه هيواد ته د کښتيو په مرسته رسېدلي دي. يو کال تر مخه په همدغه موده کي ۱۴۸۰۰ مهاجر په کښتيو کي ايتاليا ته رسېدلي ول. 

دمګړی په مديترانه کي د مرستندويه سازمانونو يو شمېر خصوصي کښتۍ پر لاري دي چي په خرابو حالاتو کي مهاجر له اوبو څخه ژغوري. د اس او اس مديترانې سازمان «اوشين وايکينګ» کښتۍ او د سي واچ سازمان «سي واچ ۳» کښتۍ لږ وخت مخکي پر دغو کښتيو د وضعې د خورا خرابېدو څخه خبر ورکړی ؤ. پر دغو کښتيو په سلونو مهاجر سپاره دي چي له اوبو څخه ژغورل سوي دي. د يادو مرستندويه کښتيو عملو ويلي دي چي زيات سپرلي د سمندري ناروغۍ څخه کړيږي او سخت ستومانه دي.

يادي دواړي کښتۍ غوښتنه کوي چي ورته اجاره ورکړل سي چي ورته په کوم بندر کي د لنګر اچولو او له کښتۍ څخه د ژغورل سوو مهاجرو د کښته کولو اجازه ورکول سي. زياتره وخت دغه کښتۍ ژغورل سوي مهاجر و ايتاليا ته ورولي.

د ملګرو ملتونو د شميرو له مخي په روان عيسوي ميلادي کال کي په مرکزي مديترانه کي تقريبا ۱۰۰۰ مهاجر ډوب سوي دي.

خو اټکل کيږي چي د ايتاليا دا غوښتنه به ملاتړ پيدا نه کړي چي د مهاجرو د ويش له پاره دي يو نوی طرز رامنځته کړل سي. د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ د زيات وخت راهيسي د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو په قوانينو کي د تعديل پر سر اختلافات پر ځای پاته دي. په زياته د مهاجرو د ويش وړانديز يوه شخړيزه موضوع ده. بروکسل هميشه دې ته هم اشاره کوي چي د مثال په توګه آلمان او فرانسه د ايتاليې په پرتله هره ورځ زيات شمير د پناه غوښتنې تر لاسه کوي.

د اروپايي اتحاديې کميسيون د چهارشنبې په ورځ وويل چي البته دا ممکنه ده چي د اروپايي پوله ساتونکي آژانس فرونتکس له خوا د ايتاليې سره مرسته وسي. کميسيون دا هم ويلي دي چي ښايي بعضي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونو ښايي ځان په رضاکارانه توګه دې ته چمتو وښيي چي له ايتاليې څخه يو شمير مهاجر ومني.

د کميسيون په وينا دا له امکان څخه ليري خبره نه ده چي په دغه دوبي کي لا پر دغه موضوع د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو د وزيرانو يوه سرمشريزه راوبلل سي. کميسيون ويلي چي په دا ډول يوه سرمشريزه کي به بل ممکنه د اجندا ټکی د اروپايي اتحاديې د باندنيو سرحدونو ساتنه او ورته د ناقانونه دخوليو مخنيوی وي لکه دمګړی چي له سپينې روسيې مهاجر اروپا ته داخليږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې