انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، ارشیف
انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، ارشیف

پرون چهارشنبه د اګست میاشتې ۴مه ۴۸۲ مهاجرو د انګلیس یا مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسول. د روان کال له پیل راهیسې ۱۰۲۳۶ کسان د یاد کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د رسېدونکو مهاجرو نوی ریکارډ. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله پرون چهارشنبه د اګست میاشتې ۴مه ۴۸۲ مهاجر چې په ۲۱ کښتیو کې سپاره ول د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې فرانسوي چارواکو بیا برتانیا ته د تلونکو ۲۶۴ مهاجرو مخه نیولې ده.

بي بي سي انګلیس کانال کې د ناقانونه مهاجرت پر ضد د مبارزې ادارې قومندان دان ماهوني له قوله ویلي چې «دغه شمېرې د منلو نه دي». هغه زیاته کړې: «موږ بېلابېلو جبهو کې عمل کوو: امنیتي ځواکونه قاچاقي ډلې له منځه وړي او له فرانسویانو سره ګډ کار سواحلو کې د سرتېرو د شمېر د زیاتېدو سبب شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره سه شنبه د اګست میاشتې ۳مه ۲۸۱ مهاجر د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته اوښتي وو.

د تېرې جولای میاشتې پر ۲۰مه برتانیا او فرانسې هوکړه وکړه چې د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د تلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره به فرانسې سواحلو کې سرتېري او تجهیزات ځای پر ځای شي. 

دغه هوکړه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانن او د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ترمنځ په یوه ناسته کې شوې وه. په ناسته کې هوکړه شوې وه چې بریتانیا به په راتلونکو دوو کلونو کې له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یور مرسته وکړي ترڅو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي او د فرانسې په خاوره کې دې کډوالو ته سرپناه برابره شي.

خو د دواړو هیوادونو د هڅو سربېره د روان کال له جنورۍ راهیسې ۱۰۲۳۶ مهاجرو په وړو کښتیو کې برتانیا ته ځان رسولی دی.

 

نورې ليکنې