د برتانیا له خوا جوړ شوی سایټ آن دې موف هڅه کوي چې مهاجر برتانیا ته د تلو منصرف کړي.‌ انځور:‌ د آن دې موف پاڼې اسکرین شاټ
د برتانیا له خوا جوړ شوی سایټ آن دې موف هڅه کوي چې مهاجر برتانیا ته د تلو منصرف کړي.‌ انځور:‌ د آن دې موف پاڼې اسکرین شاټ

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره یو غیر رسمي انټرنټي سایټ جوړ کړی دی.‌

برتانیا د مهاجرو د څپو د ورتګ د مخنیوي لپاره یو غیر رسمي سایټ جوړ کړی چې آن دې موف نومېږي.‌ دغه سایټ چې ځانګړی لوګو لري او چارتونه هم پکې لیدل کېږي برتانیا ته ور تلونکو مهاجرو ته د ګواښونو په هکله په انګلیسی، عربي، فارسي،‌ پښتو،‌ کردي او تیګرګنایي ژبو معلومات ورکوي.‌

د سایټ لومړې پاڼه کې دغه پوښتنه لیکل شوې ده: «ایا تاسې یا کوم بل څوک چې تاسې یې پېژنئ انګلستان ته په ناقانونه ډول سفر کوئ؟» هغه څوک چې دغې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکوي ورته د ناقانونه سفرونو د ګواښونو او اروپا کې د ژوند د «واقعیتونو» په هکله معلومات ورکول کېږي.‌ د بېلګې په توګه، ورته ویل کېږي چې مهاجر د دولت له ټولنیزو مرسته څخه ګټه نه شي اخیستلای او د ورځې هر یو پناه غوښتونکي ته یوازې ۵ پونډ ورکول کېږي.‌

د آن دې موف پاڼې اسکرین شاټ
د آن دې موف پاڼې اسکرین شاټ

سایټ کې دا هم راغلي‌ چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته سفر له ګواښونو ډک وي. د سایټ له مخې:‌ «د ډوبيدو ويره زياته ده، په ځانګړې توګه که چيرې تاسې د ژغورنې جاکټ (لباس) نه وي اغوستی..که چيرې د سمندر شرایط په چټکی سره بدلون وکړي، ستاسې کښتۍ به په چټکې سره واړوي او ډوب کړي.»

د سایټ پر پښټو پاڼه دغه عنوان هم لیدل کېږي: «انګلستان ته د سفر قانوني او خوندي بدیلونه.‌» خو دا نه ده معلومه کړې چې برتانیا ته د سفر لپاره خوندي بدیلونه کوم دي.‌ پر ځای یې فرانسه او بلجیم کې د پناه غوښتنې په هکله معلومات درج شوي دي.

پر فېسبوک او انسټاګرام تبلیغات

که څه هم دا سایټ د برتانیا د کورنیو چارو زارت جوړ کړی، خو سایټ کې نه دي راغلي چې اصلي جوړوونکی یې څوک دی.‌ برتانیا ته ورتلونکي مهاجر د سایټ له ادمېن سره خپل شخصي معلومات شریکولی شي، خو دغه معلومات بیا حکومت ته استول کېږي.‌

په ورته مهال برتانوۍ ورځپاڼه انډیېپنډېنت وایي‌، د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د خلکو د مالیاتو په استفادې سره د د ډسمبر تر اپریل پورې پر فېسبوک او انسټاګرام باندې د دغه سایټ لپاره د ۲۳۰۰۰ پونډ په ارزښت تبلیغاتي کمپاین کړی دی.

د آن دې موف پاڼې اسکرین شاټ
د آن دې موف پاڼې اسکرین شاټ

د کورنیو چارو وزارت یادې ورځپاڼې ته منلې ده چې دغه کمپاین یې له فرانسې او بلجیم څخه برتانیا ته د خطرناکو سفرونو د مخنیوي لپاره کړی دی.‌ خو زیاته یې کړې:‌ «موږ [مهاجرو ته] د مهمو او حیاتي معلومات د ورکولو په خاطر بخښنه نه غواړو.»

«چارواکي‌ فکر کوي چې هر څه چې دوی وغواړي کولی شي»

په ورته مهال د فرانسې د نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ کې د مهاجرت مرکز څېړونکی متیو تاردی کډوال نیوز سره خبرو کې دا سایټ د برتانیا حکومت مهاجرتي سیاست نښه بولي.

په وینا یې له برګزیت راهیسې «چارواکي فکر کوي چې هر څه چې دوی وغواړي کولی شي.‌» د برتانیا د پناه غوښتنې سیستم د رفورم له مخې، چې د جولای په پیل کې د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل له خوا پارلمان ته وړاندې شو، حکومت د مهاجرو د دوسیو د ارزولو پر مهال دوی نورو هیوادونو ته استولی شي.‌ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت دغه راز غواړي د هغو کسانو پناه غوښتنه «نه منل کېدونکې» وبولي چې د فرانسې په شان خوندو هیوادونو څخه تر برتانیا رسېږي.

متیو تاردي‌ وایي چې «هېڅوک نه غواړي چې پر سواحلو جسدونه ومومي»، خو د برتانیا حکومت له اروپایي ټولنې سره د پناه غوښتنې په هکله د خبرو اترو پر ځای د ټاکنیزو موخو په خاطر له مهاجرو څخه ابزاري ګټه پورته کوي.

 

نورې ليکنې