L
پاریس کې مهاجرو ته د سرپناه برابرولو عملیات. انځور: ان دیاندرا، له ارشیف څخه، د ۲۰۱۹ د جنورۍ ۲۹مه
L پاریس کې مهاجرو ته د سرپناه برابرولو عملیات. انځور: ان دیاندرا، له ارشیف څخه، د ۲۰۱۹ د جنورۍ ۲۹مه

د پاریس قومندانۍ پرون پنجشنبه د اګست ۵مه هغو ۱۰۴ کسانو ته سرپناه برابره کړه چې د اورک کانال په اوږدو کې اوسېدل.‌ د یادو مهاجرو ډله کې زیات شمېر داسې کسان هم وو چې تر دې دمخه یې ووژ ډګر کې اعتراضي غونډه کړې وه، خو د جولای پر ۳۰مه د پولیسو عملیاتو کې ورته سرپناه نه وه برابره شوې.

د پاریس د پولیسو قومندانۍ پرون پنجشنبه د اګست میاشتې ۵مه هغو ۱۰۲ مجردو نارینه و او د یوې کورنۍ دوو غړو ته سرپناه برابره کړه چې د پاریس د کانال اورک په اوږدو کې اوسېدل. 

یادې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ټولو دغو کسانو ته د ایل دو فرانس په هرکلي‌ مرکزونو کې ځای ورکړل شوی دی‌. په وینا یې:‌ «د روان کال له پیل راهیسې په ورته عملیاتو کې ۴۹۳۰ تنو ته سرپناه برابره شوې ده.»

د یوتوپیا ۵۶ په حواله یاد مهاجر د پاریس او ریزورانژیس د هرکلي‌ او د وضعیت د ازموینې دوو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د نوموړو مهاجرو په ډله کې زیات شمېر هغه کسان هم وو چې څو ورځې مخکې د پاریس له ووژ ډګر څخه شړل شوي ول.‌ د پاریس د پولیسو قومندانۍ د جولای پر ۳۰مه هغو ۷۵۰ مهاجرو ته د سرپناه د برابرولو لپاره عملیات ترسره کړل چې د رکیزیسیون ټولنې په مرسته یې ووژ ډګر کې اعتراض غونډه کړې وه.‌ خو نږدې ۱۵۰ کسان چې ورته سرپناه برابره شوې نه وه له ډګره وشړل شول. 

په ورته مهال پاریس کې د سولیداریتې میګران ویلسون ټولنې غړی فیلیپ کارو وایي:‌ «هغه وخت مو هڅه وکړه چې خپل پیغام در ورسوو.‌ کله چې شپه شوه له ۴۵ مهاجرو سره مو ولیدل.‌ دوی بیا د اورک کانال اوږدو ته راغلل.‌»

بل پلو د یوتوپیا ۵۶ غړی کریل توریلا وایي چې هغه کسان چې فرانسې ته نوي رسېدلي کسان تر ډېره د اورک کانال اوږدو کې شپه سبا کوي، خو دا ځل ډېری مهاجر له ووژ ډګر څخه هلته ورغلي وو.

د اګست میاشتې په پیل کې له عملیاتو نه پاتو مهاجرو ته یوتوپیا ۵۶ خیمې او کمپلونه ورکړل.‌ دغه راز سولیداریتې ویلسون هره سهار ۴۰ تر ۵۰ کسانو ته ډوډۍ ورکوله.‌

د رکېزیسیون ټولنه په پام کې لري چې ووژ ډګر کې د پاریس قومندانۍ د عملیاتو په تړاو د پاریس اداري محکمې ته شکایت وکړي.‌ سازمانونه وایي‌ چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې مهاجر «په زوره» او «د کورنیو چارو وزارت تر امر لاندې» له ووژ ډګر نه شړل شوي دي. 

 

نورې ليکنې