کابل کې د جګړو بې ځایه شوي کورنۍ د مرستو په تمه دي. انځور: آرشیف. کریدت: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت.۲۰۱۶
کابل کې د جګړو بې ځایه شوي کورنۍ د مرستو په تمه دي. انځور: آرشیف. کریدت: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت.۲۰۱۶

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري په افغانستان کې ورځ تربلې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو شمیر په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د افغان شخړې د بیړنۍ حل غوښتنه يي کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندي وايي چې د ننه په افغاستان کې او له هیواد څخه بهر ورځ تر بلې د خلکو د بې ځایه کیدو شمیر مخ په ډیریدو دی. نوموړي د تیرې شنبې په ورځ د اګست په ۷ مه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« ډیر شمیر افغانان له خپلو کورونو تښتي. د دغه شخړې بیړنۍ حل ته اړتیا ده که نه نو دغه اجباري بې ځایه کیدل به د سیاسي ناکامی یو له جدي بشري پایلو څخه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان پر یو شمیر ښارونو د وسله والو طالبانو د بریدونه له امله زرګونه افغانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او په آزاده هوا کې شپې او ورځې سبا کوي. د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه شاوخوا ۶۰۰ زره کسان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او امنو لویو ښارونو ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) هم د ملکیانو د ژوند په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د جګړې په اړخونو يي غږ کړی چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي او د عامه بنسټونو او ښوونځیو ساتنه دې وکړي.

نورو ولولئ: کندهار کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو کړاو

په افغانستان کې د اوچا ادارې مشرې ایزابل موسارد کارلسن نن دوشنبه د اګست په ۹ مه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« د امنیتي ګواښونو له امله تیرو دریو میاشتو کې سلګونه ښوونځي تړل شوي. د نجونو او هلکانو په ګډون ټول ماشومان د افغانستان تر بیرغ لاندې د زده کړې حق لري. د ښوونځیو له ماشومانو، ښوونکو او پوهنتونونو ساتنه وکړئ.»

 د طالبانو له ویرې له نیمروز څخه ایران ته د افغانانو اوښتل

له هغه وروسته چې تیره پنجشنبه وسله والو طالبانو له ایران سره پر پوله د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستل، د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکي هڅه وکړه چې د میلک پولې له لارې ایران ته د ننه شي.

د ایران د « همشري ورځپاڼه» د یوه ایراني چارواکي له خولي لیکلي چې پر نیمروز ښار د طالبانو له برید وروسته د زرنج ښار زرګونه اوسیدونکي د میلک د پولې له لارې ایران ته داخل شوي دي.

د میلک له پولې څخه یو تن ایرانۍ چارواکی مصطفی ضیايي همشري ورځپاڼې ته ویلي چې د دغو افغانانو له ډلې هغو ته چې پاسپورټ،ویزې او د اړتیا وړ اسناد يي درلودل ایران ته د ننه کیدو اجازه ورکړل شوې خو هغوې چې اسناد نه درلود بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

نوموړی وايي چې اوسمهال د یادې ستونزې له امله د میلک پوله تړل شوې ده.

 

نورې ليکنې