یونان کې دغه اورلګیدنه چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې بیساری ګڼل کیږي. انځور: رویټرز
یونان کې دغه اورلګیدنه چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې بیساری ګڼل کیږي. انځور: رویټرز

د یونان پلازمینې اتن ښار په خیتځه برخه کې زرګونه هغه کډوال چې د سترې اورلګیدنې له امله د کډوالو له کمپونو بې ځایه شوې وې او بیرته خپلو سیمو ته استول شوي دي.

 د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي هغه زرګونه کورنۍ چې د ملاکاسا له دوو کمپونو څخه د اور د څپو له ویرې بې ځایه شوې وې، نن دوشنبه د اګست په ۹ مه بیرته خپلو سیمو ته ګرځیدلي دي. 

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي و چې د پنجشنې په شپه له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کډوال د آتن ښار په ختیځ کې د ملاکاسا له دوو کمپونو څخه د اور د نږدې کیدو له ویرې خوندي ځایونو ته واستول شول. 

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې له یادې پیښې وروسته نن دوشنبه د اګست په ۹ مه بې ځایه شوي کډوال بیرته خپلو سیمو ته استول شوي دي. دغه سازمان په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي:« په آتیکا کې د سترې اورلګیدنې له امله د ملاکاسا کمپ د خالي کولو وروسته، اوسیدونکي يي بیرته خپلو سیمو ته ګرځیدلي. له رسیدو سره سم د خوړو او اوبو ویش پیل شوی.»

د اور له امله د کډوالو کړاو

د ګرمې هوا له امله دغه اورلګیدنه چې پنځه ورځې وړاندې د یونان په یو شمیر ځنګلونو کې پیل شوې وه، د سیمې یو شمیر کډوال يي وروسته له هغه له ستونزو سره مخامخ کړل چې د اور سترې څپې د دوې کمپ ته نږدې شوې. 

له آتن ښار څخه یو تن کامروني کډوال مهاجر نیوز ته وویل:« د اور لمبې ټولو ځایونو کې خپرې شوې» او د پایتخت هوا د تنفس وړ نه ده. 

یونان کې دغه اورلګیدنه چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې بیساری ګڼل کیږي د لیسبوس د کډوالو نوی کمپ يي د هوا له ګرمۍ سره مخامخ کړی. په لیسبوس کې د هوګو په نوم یو تن کډوال وايي چې تر یوې خیمې لاندې د کولر پر ته له څو تنو سره یو ځای وخت تیروي. نوموړی وايي دغه خیمه چې زیانمنو کډوالو لپاره ځانګړې شوې، یوازې یو څو باد پکې په کې فعالي دي چې ګرمه هوا تولیدوي.

نور ولولئ: موریا کمپ اور لګېدنه: زرګونو مهاجرو درېمه شپه پر سړکونو تېره کړې

هوګو همدارنګه وویل چې دلته د څښاک اوبه شتون نه لري:« په ورځ کې دوه بوتله اوبو حق لرو خو د سختې ګرمۍ له امله تر ماسپښینه دغه اوبه خلاصیږي.» هغه وايي چې له روغتون څخه د څښاکو اوبو غوښتنه کوو.

 

نورې ليکنې