له ایران څخه د افغان کډوالو بیرته ستنیدنه. انځور: ارشیف. کریدت: شعیب تنها/دویچه وله
له ایران څخه د افغان کډوالو بیرته ستنیدنه. انځور: ارشیف. کریدت: شعیب تنها/دویچه وله

له ایران سره پر پوله د افغانستان جنوبي ولایت نیمروز کې طالبانو د ایران له سرحدي ځواکونو غوښتي چې د دوې خاورې ته اوښتونکي افغانان دې بیرته ور وسپاري. د افغان سرتیرو په ګډون یو شمیر افغانان د تیرې پنجشنې په ورځ وروسته له هغه ایران ته پناه یو وړ چې طالبانو د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري له ایراني چارواکو غواړي چې په افغانستان کې بشري ناورین ته په پام سره د نیمروز پوله دې د افغانانو پرمخ پرانیزي. یاده اداره وايي چې د دغه کار نه ترسره کول ښايي د زرګونه افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، نیمروز ولایت کې د میلک پر پرپوله د وسله والو طالبانو یوه ډله د ایران له سرحدي ځواکونو غواړي چې ایران ته اوښتونکي افغانان دې بیرته وروسپاري. د ایران سرحدي ځواکونه د طالبانو دغه غوښتنه نه مني.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې د ایران سرحدي ځواکونو یو تن قومندان د طالبانو یوې دلې سره په خبرو کې وايي:« دوې مونږ ته پناه راوړې او که چیرې دوې خپله غواړي چې بیرته افغانستان ته ولاړ شي مونږ ورته اجازه ورکوو او که نه غواړي نو د بهرنیو چارو وزارت او ستاسو د استازو لخوا د خبرو له لارې باید دغه موضوع حل شي.» 

دا په داسې حال کې ده چې پر نیمروز ولایت د طالبانو له ولکې وروسته، ایراني چارواکو ومنله چې د طالبانو له برید وروسته د زرنج ښار یو شمیر اوسیدونکي د میلک د پولې له لارې ایران ته داخل شوي دي. دامهال په سیمه د ناامنیو له امله د میلک پوله تړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندیښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري ( یو ان اچ سي آر) په افغانستان کې د تاوتریخوالو پر ډیریدو د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې په نیمروز کې د جګړو له امله ۲۰۰ افغانان اړ شوي چې ایران ته پناه یوسي.

«یو ان اچ سي آر» د دوشنبې په ورځ د اګست په ۹ مه پر ایراني چارواکو غږ وکړ چې په افغانستان کې بشري ناورین ته په پام سره دې د میلک پوله پرانیزي. یاده اداره وايي چې د دغه کار نه ترسره کول ښايي د زرګونه افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

نور ولولئ: د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د افغان شخړې د بیړنۍ حل غوښتنه کړې  

«یو ان اچ سي آر» په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي ویلي چې د روان میلادي کال د می له میاشتې څخه ۲۴۴۰۰۰ افغانان په افغانستان کې خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.

یاده اداره تیره ورځ دوشنبه په افغانستان کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر د ډیریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د افغان شخړې د بیړنۍ حل غوښتنه يي وکړه.

 

نورې ليکنې