د کابل ښار د ګل سرخ په دغه کمپ کې چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري ۱۲۷ بې ځایه شوې کورنۍ میشت دي.
د کابل ښار د ګل سرخ په دغه کمپ کې چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري ۱۲۷ بې ځایه شوې کورنۍ میشت دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري ناورین د ارمنځ ته کیدو په اړه اندیښنه ښيي او وايي چې د جګړو له امله په ۶ ولایتونو کې د بشري مرستو چارې درول شوې دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت همدارنګه د افغانانو د بې ځایه کیدو د شمیر له ډیریدو خبر ورکوي او وايي چې د روانو جګړو له امله د روان میلادي کال له پیل څخه له ۶۰۰ زرو څخه ډیر افغانان خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي. تیر کال بیا په پوره کال کې نږدې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو کورنو بې ځایه شوې وې.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزرات د بیړنیو حالاتو مشر مهر خدا صبار له کډوالو نیوز سره په خبرو کې وویل:« زمونږ او زمونږ د همکارانو موندنې ښيي چې په ولسوالیو او یو شمیر ولایتونو کې د جګړو د شدت له امله د روان میلادي کال له پیل څخه له ۶۰۰ زرو څخه ډیر افغانان خپلو کورونو څخه بې ځایه شوې دي.»

یاد وزارت وايي چې دا یوازې هغه شمیرې دي چې زمونږ د کارکوونکو لخوا په امنو سیمو کې چې ورته لاسرسی شته، ثبت شوې دي.

مهر خدا صبار وايي چې له تیرو دوو اونیو راهیسې په یو شمیر ولایتونو کې د جګړو له امله د بشري مرستو د رسولو چارې ځنډول شوي دي. نوموړي په دې اړه وویل:« هرات، هلمند، جوزجان، کندز،سرپل او تخار ولایتونو په ښارونو کې د جګړو له امله د مرستو رسولو چارو مدیریت ځنډول شوی. کله چې جګړه ښارونو ته ورسید زمونږ یو شمیر کارکوونکي خپلو کورونو ته وګرځیدل.»

نور ولولئ: کندهار کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو کړاو

د کډوالو چارو وزارت په وینا ډیری خلک د جګړو له ویرې هغو لویو ښارونو ته پناه وړې چې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. د افغانستان ختیځ مزار شریف، بدخشان، پلخمری او پلازمینې کابل هغه ښارونه دي چې بې ځایه شوې کورنۍ ورته پناه وړې.

د بشري ناورین خبردارۍ

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي که وضعیت همدا ډول دوام وکړي ښايي د بې ځایه شویو شمیر ډیر او یو بشري ناورین رامنځ ته شي.

مهر خدا صبار وايي:« یو شمیر ښارونه د جګړو په پایله کې سقوط کوي او دغه جګړه خلک بې ځایه کوي. د یوې مسولې ادارې په توګه زمونږه اندیښنه داده که چیرې وضعیت دا ډول دوام وکړي ورسره د بې ځایه شویو شمیر ډیریږي او ورسره یو ناورین رامنځ ته کیږي نه یوازې د بې ځایه کیدو په برخه کې بلکه له هیواد څخه د ځوانانو د تیښتې په برخه کې.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري هم تیره ورځ دوشنبه په افغانستان کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر د ډیریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې د شخړې د بیړنۍ حل غوښتنه يي وکړه.

افغان حکومت خبردارۍ ورکوي چې د بې ځایه شویو کورنیو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره به له ټولو دولتي او نړیوالو امکانات کار واخلي. د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د ظلم، وحشت، قتل عام او نورو ظلمونو له امله خلک ښارونو په ځانګړې ډول کابل ته پناه راوړې.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت بیا وايي چې دروان میلادي کال له پیل څخه د اړوندو مرستندویه ادارو په همکاري يي شاوخوا ۱۰۰ زره بې ځایه شویو ته يي بشري مرستې رسولي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره ورځ دوشنبه، د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو رسولو په یوه بیړنۍ ناسته کې پریکړه وکړه چې په کابل د جګړو له تازه بې ځایه شویو کورنیو سره به د باریک په سیمه کې د درې زرو خیمو د درولو لپاره چمتووالی و نیول شي او بې ځایه شویو ته به لازم بشري خدمات وړاندې کړي.

د یادولو ده چې دا مهال په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پيښو له امله له درې میلیونو څخه ډیر افغانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

 

نورې ليکنې