د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اخراج شوي افغانان، کال ۲۰۱۹/انځور: M. Kappeler/picture-alliance
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اخراج شوي افغانان، کال ۲۰۱۹/انځور: M. Kappeler/picture-alliance

اروپا کې شپږو هیوادونو په یو رسمي لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د رد شوو افغانانو اخراج و نه دروي. بل پلو افغان حکومت یو ځل بیا له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د ناامنیو له امله دې د افغان کډوالو ایستل و دروي.

جرمني، یونان، بلجیم،ډنمارک، اتریش او هالنډ د اګست د ۵ تاریخ په یو لیک کې د اروپايي ټولنې اجرایوي برخې ته لیکلي:« د اخراج درول د یو غلط خبرداری په معنی دی او دا به نور افغانان دې ته وهڅوي چې د اروپايي هیوادونو لپاره خپل ملک پریږدي.»

رویټرز خبري آژانس نن سه شنبه د اګست په ۸ مه خبر ورکړ چې دغو اروپايي هیوادونو د اروپايي ټولنې له کمیسیون څخه غوښتنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې دې له افغان دولت سره د افغانانو د اخراج د څرګنوالي په اړه خبرې چټکې کړي.

اروپايي ټولنې منلې چې دغه لیک يي ترلاسه کړی او ویلي يي دي چې په یو مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړی.

د اروپايي ټولنې دغه شپږ غړي هیوادونه له اروپايي ټولنې غوښتنه لري چې د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او ایران سره دې د کډوالۍ په برخه کې مرستې ډیرې کړي ترڅو کډوالو ته په دغو هیوادونو کې غوره خدمت وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې د نویو افغان کډوالو د منلو وس نه لري.

اروپا ته د افغان کډوالو د نویو څپو دغه اندیښنې وروسته له هغه ترسره کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، طالبانو د افغانستان یو شمیر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي. دامهال طالبان ادعا لري چې د افغانستان د پنځو ولایتونو مرکزونه يي تر ولکې لاندې دي.

نور ولولئ: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت: روان کال کې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي

د دغو اروپايي هیوادونو په لیک کې راغلي چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې شاوخوا ۵۷۰ زره افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې. په لیک کې زیاته شوې چې یوازې په ۲۰۲۰ کال کې ۴۴ زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې.

د افغانانو د اخراج د دریدو غوښتنه

د افغان حکومت په ګډون د کډوالۍ د ملاتړ یو شمیر ادارې له اروپايي هیوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د جګړو د شدت له امله دې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پروسه و دروي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوځل بیا له اروپايي هیوادونو غواړي چې د افغانانو ایستل دې و دروي. د دغه وزارت د بیړنیو حالاتو مشر مهر خدا صبار کډوال نیوز سره د دوشنبې په ورځ د اګست په ۹ مه وویل چې د جګړو له امله عملا لیدل کیږي چې یو شمیر ځوانان له هیواد څخه د تیښتې په هڅه کې دي.

نور ولولئ:افغانستان له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د کډوالو ایستل دې د دریو میاشتو لپاره و دروي

نوموړی وویل چې له تیرو دریو اونیو راهیسې وضعیت ډیر بد دی او د پاسپورټ او نور اړوند ادارو مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره شوې. صبار د خپلو خبرو په دوام وویل:« زه یو ځل بیا تینګار کوم چې په افغانستان کې حالات ښه نه دي او دا زمونږ لپاره یوه لویه اندیښنه ده چې له اروپا څخه افغانان په زوره اخراج نه شي. له طالبانو سره د یوې سیاسي روغې جوړې پورې دې د افغانانو اخراج و درول شي.»

د یادولو ده چې اوسمهال له ۷ میلیونو څخه ډیر افغانان په بهر کې د کډوالو شپې او ورځې سبا کوي او په دې وروستیو کې د جګړو له امله نږدې ۵ میلیونه افغانان په افغانستان کې خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

 

نورې ليکنې