د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنې په ورځ د اګست په ۹مه ۳۴۹ کډوال له بیلاروس سره پر پوله نیولي دي. انځور: رویټرز
د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنې په ورځ د اګست په ۹مه ۳۴۹ کډوال له بیلاروس سره پر پوله نیولي دي. انځور: رویټرز

د پولنډ چارواکو اعلان کړی چې له تیرو څو ورځو راهیسې، د بلاروس له پولو پولنډ ته د کډوالو د اوښتو شمیر په بې ساري ډول ډیر شوی. چارواکي ویلي چې دغه کډوال د افغانستان او عراق اوسیدونکي دي.

د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د اګست په ۹مه اعلان وکړ چې د اګست له ۶ مې راهیسې ۳۴۹ غیر قانوني کډوال هغه مهال و نیول شول چې غوښتل يي د بلاروس له پولو پولنډ ته واوړي. سرحدي ځواکونو ویلي چې ښايي دغه کډوال د افغانستان او عراق اوسیدونکي وي.

د پولنډ د سرحدي ځواکونو ویاندې آنامیشلاسکا ویلي چې دغه شمیرې په بې سارې ډول ډیرې شوې دي. د نوموړې به وینا د دغو کډوالو یوه لویه برخه چې ۸۵ کسان ول د دوشنبې په ورځ د کوژنیتسا په سیمه کې د سرحدي ځواکونو لخوا و نیول شول.

د کال له پیل څخه د پولنډ سرحدي ځواکونو ۸۷۱ تنه کډوال د بلاروس پولو سره نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال دغه شمیرې ۱۲۲ تنه ول.

نور ولولئ: پولنډي پولیسو تر ۲۰ ډېر افغان مهاجر نیولي

په وروستیو اونیو کې پولنډ او لیتوانیا د بلاروس پر پولو د ډیر شمیر کډوالو سره مخامخ شوی چې وروسته بیا دغو هیوادونو له اروپايي ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې وه چې تیره ورځ د لیتوانیا پارلمان په یوه بیړنۍ ناسته کې له بلاروس له پولو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د دیوال د جوړولو پر طرحې خبرې کړې وای.

اروپايي ټولنه د اګست په ۱۸ مه، د پولنډ او لیتوانیا د مرستو د غوښتنې په غبرګون کې خپله پریکړه اعلانوي. د بلاروس ولسمشر ویلي چې د هیواد پر وړاندې يي د هر ډول اقداماتو پر وړاندې دریږي.

 

نورې ليکنې