تر دې مهال ۶ اروپايي هیوادونو د افغانانو د ایستلو د ځنډیدو پرکړه کړې. انځور:آرشیف
تر دې مهال ۶ اروپايي هیوادونو د افغانانو د ایستلو د ځنډیدو پرکړه کړې. انځور:آرشیف

په افغانستان کې د ناامنیو له ډیریدو سره،له جرمني او هالنډ وروسته داځل سویس هم د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ و دروله. له دې وړاندې فنلنډ، سویډن او ناروي هم د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پروسه ځنډولې وه.

د سویس د کډوالۍ ادارې د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۱ مه اعلان وکړ چې د ناامنیو له امله به هغه افغانان چې د پناه غوښتنه يي رد شوې افغانستان ته وانستول شي.

یادې ادارې په خپل ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي:« د کډوالۍ ادارې سکرتریت په دغه هیواد کې د حالاتو د بدلیدو له امله تر راتلونکي خبرتیا پورې ا افغانستان ته بیرته ستنیدل ځنډوي. یوازې د مجرمو کسانو ایستل به دوام ولري »

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اروپا کې شپږو هیوادونو په یو رسمي لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي و چې د رد شوو افغانانو اخراج و نه دروي. جرمني او هالنډ چې هم په دغو شپږو هیوادونو کې و، تیره ورځ چهارشنبه له خپلې پریکړې پر شا شول او د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د ځنډیدو اعلان يي وکړ.

بل پلو افغان حکومت یو ځل بیا له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د ناامنیو له امله دې د افغان کډوالو ایستل و دروي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د بیړنیو حالاتو مشر مهر خدا صبار کډوال نیوز سره د دوشنبې په ورځ د اګست په ۹ مه وویل چې د جګړو له امله عملا لیدل کیږي چې یو شمیر ځوانان له هیواد څخه د تیښتې په هڅه کې دي. نوموړی ټینګار وکړ چې د افغانانو اخراج دې ودرول شي.

نور ولولئ: شپږ اروپايي هیوادونه نه غواړي چې د افغانانو اخراج و دروي

د رسمي شمیر له مخې د ۲۰۱۵ کال راهیسې شاوخوا ۵۷۰ زره افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې له دې څخه یوازې په ۲۰۲۰ کال کې د ۴۴ زره افغانانو د پناه غوښتنه ثبت شوې.

 

نورې ليکنې