د فرانسې سرحدي ځواکونه وايي هغه  ۱۰۸ پناه غوښتونکي يي د مانش کانال له اوبو څخه ژغورلي دي انځور: رویترز
د فرانسې سرحدي ځواکونه وايي هغه ۱۰۸ پناه غوښتونکي يي د مانش کانال له اوبو څخه ژغورلي دي انځور: رویترز

د فرانسې سرحدي ځواکونه وايي هغه ۱۰۸ پناه غوښتونکي يي د مانش کانال له اوبو څخه ژغورلي دي چې غوښتل يي په کښتیو کې ځانونه برتانیا ته ورسوي. دا په داسې حال کې دغه چې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د پناه غوښتونکو اوښتل په دې وروستیو کې ډیر شوی.

د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ، د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې دغه پناه غوښتونکي له څلورو کښتیو څخه ژغورل شوي دي.

د ژغورنې لومړنۍ عملیات هغه مهال پیل شو چې په یو وړه کښتۍ کې سپاره ۷ پناه غوښتونکي په اوبو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان و او له سمندري ځواکونو سره يي اړیکه و نیوله. دغه پناه غوښتونکي له ژغورنې وروسته د دنکرک بندر ته لیږدول شوي دي.

له دغې پیښې لنډه موده وروسته، سمندري ځواکونه د دنکرک په اوبو کې د ۲۹ نور پناه غوښتونکو مرستې ته و دانګل. په دغو عملیاتو کې یو تن چې حالت يي ښه نه و د چورلکې په وسیله دنکرک بندر کې پولیسو ته و سپارل شو.

وروورسته بیا د دوو نورو عملیاتو په لړ کې ۳۷ تنه د کالې له اوبو او ۳۵ تنه نور د دنکرک له سیمې و ژغورل شول.

نور ولولئ: انګلیس کانال:‌ ۲۸۱ مهاجر برتانیا ته رسېدلي دي

فرانسوي ځواکونو د مانش کانال په اوبو کې د اوبو د سترو څپو او د ترافیک د ګڼې ګوڼې له امله د خطر خبر ورکړی خو له دغو خبرداریو سربیره بیا هم په وروستیو میاشتو کې پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د مانش کانال د اوبو له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وویل چې وروستۍ ځل د اګست په ۴ مه، ۴۸۲ پناه غوښتونکي په ۲۱ کښتیو کې یوازې په یوه ورځ ځانونه بریتانیا ته ورسول. د شمیرو له مخې د کال له پیل څخه له ۱۰ زرو څخه ډیر پناه غوښتونکي د مانش اوبو له لارې بریتانیا ته رسیدلي.

 

نورې ليکنې