د سپيني روسيې او لتوانيا پر سرحد مهاجر | Photo: Ints Kalnins/REUTERS
د سپيني روسيې او لتوانيا پر سرحد مهاجر | Photo: Ints Kalnins/REUTERS

د عراق هيواد خپل هغه ۳۷۰ اتباع خپل هيواد ته را انتقال کړل، کوم چي و اروپايي اتحاديې ته د مهاجرت په هڅه کي د سپيني روسيې او لتوانيا پر سرحد بند پاته سوي ول.

د عراق د بهرنيو چارو د وزارت وياند، احمد الصحاف ويلي دي چي يوې ځانګړي چمتو کړل سوي الوتکي له لاري ۲۴۰ عراقيان بغداد ته انتقال کړل سول. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ وکړې. د هغه په وينا الوتکي د سه شنبې په ورځ د سپيني روسيې له پلازمېني څخه مينسک څخه پرواز وکړ او ياد شمير عراقيان يې خپل هيواد ته ورسول.

د ياد وياند له څرګندونو څخه يوه ورځ تر مخه لا ۱۳۰ عراقي تابعيت لرونکي بېرته عراق ته ستانه سوي ول. په پلان کي ده چي نور هغه عراقيان به هم خپل هيواد ته ستانه سي.

په تيرو مياشتو کي په زيات شمير مهاجر چي غواړي اروپايي اتحاديې ته داخل سي، له سپيني روسيې څخه لاتويا ته ننوتلي دي. د اروپايي اتحاديې چارواکو پر مينسک تور لګولی دی چي په قصد سره مهاجر د لاتويا او لتوانيا سرحدونه ته راولي او هڅوي يې چي تر سرحد ور واوړي. پر منسک په دې توګه تور لګول کيږي چي مهاجر هڅوي چي و اروپايي اتحاديې ته غير قانوني مهاجرت وکړي.

اروپايي اتحاديه د سپيني روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چي له مهاجرو څخه د اوزار په توګه کار اخلي او په دې توګه د ورباندي لګول سوو بنديزونو غچ له اروپايي اتحاديې څخه د اخيستلو هڅه کوي. 

د اروپايي اتحاديې د معلوماتو له مخي د روان عيسوي کال له پېل راهيسي تر ۴۰۰۰ څخه زيات داسي مهاجر ثبت سوي دي چي له سپيني روسيې له لاري د لاتويا او لتوانيا سرحدونو ته په غيرقانوني توګه داخل سوي دي. ويل سوي چي له دغو څخه تقريبا ۲۸۰۰ يې عراقيان دي. دا په داسي حال کي چي يو کال مخکي صرف ۸۱ مهاجر په دغه لاره لتوانيا ته داخل سوي ول.

پر پوله د مهاجرو د راتګ د شمير د زياتېدو له کبله لتوانيا څو ورځي تر مخه په دې پېل وکړ چي مهاجر بېرته سرحد ته يوسي او اخراج يې کړي. د هغه وروسته د عراق حکومت و سپيني روسيې ته خپل ټول پروازونه وځنډول چي له کبله يې لتوانيا ته د رسېدونکو مهاجرو په شمير کي هم کمښت راغلی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې