د ډنمارک حکومت اعلان کړی چې د افغان دولت له غوښتنې سره سم به د اکتوبر تر اتمې پورې د افغانانو ایستل و دروي. تر دې مهاله په اروپا کې ۷ هیوادونو پریکړه کړې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو د ډیریدو له امله به افغانان نه اخراجوي.
د ډنمارک د کډوالۍ ادارې چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د ډنمارک حکومت تیره میاشت له افغان حکومت څخه داسې غوښتنه ترلاسه کړه چې د دریو میاشتو لپاره دې د افغانانو ایستل و درول شي.
د ډنمارک د کډوالۍ چارو وزیر ماتیاس تسفايي د پنجشنې په ورځ د اګست په ۱۲ وویل:« د افغان دولت پریکړه په دې معنی ده چې مونږ نشو کولای د اکتوبر تر ۸ پورې افغانستان ته اخراج تر سره کړو ځکه چې جبري بیرته ستنیدلو لپاره حتمي ده چې افغان چارواکي پر پوله ایستل شویو کسانو منلو ته چمتو وي.»
نور ولولئ: فرانسې هم د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ درولې
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ اروپا کې د ډنمارک په ګډون شپږو هیوادونو په یو رسمي لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي و چې د رد شوو افغانانو اخراج و نه درول شي خو وروسته بیا جرمني، هالنډ او بیا ډنمارک له خپلو پریکړو پر شا شول.
افغان حکومت د جولای په میاشت کې له اروپايي ټولنې څخه وغوښتل چې د ناامنیو له وجې دې د افغان پناه غوښتونکو ایستل د دریو میاشتو لپاره و ځنډوي. له دغې غوښتنې وروسته تر دامهاله ۷ اروپايي هیوادونو لکه ناروي، فنلنډ، سویډن، جرمني، هالنډ، سویس او اوس ډنمارک د افغانانو ایستل ځنډولي دي.
ډنمارک خپلو افغان همکارانو ته پناه ورکوي
د ډنمارک پارلمان د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۱ مه داسې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې به يي هغو ۴۵ افغانانو ته به دوو کلونو لپاره پناه ورکړي چې په افغانستان کې يي د ډنمارک له حکومت سره همکاري کړې. په دغه پریکړه کې هغه افغانان شامل دي چې په کابل کې د ډنمارک له سفارت او د دوې له ځواکونو سره يي په افغانستان کې ترجماني کړه ده.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانه کې ویلي چې د ډنمارک سفارت اوسني او تر دوو کلونو مخکې افغان کارکوونکو ته د دوې له کورنیو سره په ډنمارک کې پناه ورکول کیږي. یاد وزارت ویلي چې د دغو افغانانو د ایستلو لپاره هڅې باید چټکې شي خو د وازرت په خبره دغه هڅې باید د سفارت له توان سره سم په تدریجي ډول وي.
نور ولولئ: شپږ اروپايي هیوادونه نه غواړي چې د افغانانو اخراج و دروي
اروپايي هیوادونو داسې مهال دغه پرکړه کوي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو په افغانستان کې له ۱۰ څخه د ډیرو ولایتونو ولکه په لاس کې واخیستله چې له دې سره زګونه کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شول. افغان حکومت وايي چې د کال له پیل څخه له ۶۰۰ زرو څخه ډیر افغان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.