لیتوانیا کې افغان ا عراقي کډوال چې د پولیسو لخوا نیویل شوي.انځور: د لیتوانیا سرحدي ځواکونو اداره.آرشیف
لیتوانیا کې افغان ا عراقي کډوال چې د پولیسو لخوا نیویل شوي.انځور: د لیتوانیا سرحدي ځواکونو اداره.آرشیف

د اروپا سرحدي ساتونکو اداره ( فرانټکس) وايي چې روان کال کې د غربي بالکان له لارې په ناقانونه ډول د کډوالو شمیر دوه برابره ډیر شوی دی. یاده اداره وايي چې ډیری دغه کډوال د افغانستان او سوريي وګړي دي.

فرانټکس اداره وايي چې د روان کال د جنورۍ نه تر جولای میاشتې پورې ۲۲۶۰۰ کډوال چې د غربي بالکان له لارې اروپاته د تلو هڅه کوله نیول شوي دي. دغه شمیرې ښیې چې د تیرکال د همدغې مودې په پرتله دغه شمیره ۹۰ سلنه ډیره شوې ده.

فرانټکس تیره ورځ د اګست په ۱۲ مه د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي« د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې اروپا ته د غیر قانوني اوښتو هڅې ۸۲ زره تنو ته ډیرې شوې چې دا د تیر کال د هدغې مودې په پرتله ۵۹ سلنه ډیروالۍ ښيي.»

یو مشیر اروپايي چارواکي اندیښنه لري چې په افغانستان کې د ناامنیو په ډیریدو سره به د افغان کډالو له نویو څپو سره مخامخ شي.د اروپايي ټولنې مشران ویره لري چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال په څیر به اروپا کې د کډوالۍ بحران یو ځل بیا تکرار شي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د ایران له لارې ترکیې ته د افغان کډوالو د اوښتو شمیر ډیر شوی. د ترکیې چارواکي ویلي و چې هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ تنه افغانان او یو شمیر نور کډوال د ایران د پولو له لارې د ترکیې وان سرحدي ښار ته په ناقانونه ډول دننه کیږي.

نور ولولئ: مهاجرت: لیتوانيا له اروپايي اتحاديې ۳۶ مليونه يورو ترلاسه کوي

ټاکل شوې چې د اروپايي هیوادونو د کورنیو چارو وزیران راتلونکي چهارشنبه په یوه بیړنۍ ناسته کې د بلاروس او لیتوانیا پر پولو د کډالو د شمیر د ډیریدو په اړه خبرې وکړي. اروپايي ټولنه، بلاروس په دې تورنوي چې قصدا کډوالو ته اجازه ورکوي چې په ناقانونه ډول لیتوانیا ته دننه شي.

فرانټکس وايي چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې يي له بیلاروس څخه لیتوانیا ته د ناقانو کډوالو د اوښتو ۳۷۰۰ پیښې یي ثبتې کړي دي.

 

نورې ليکنې