که څه هم د رودنینکای ډېری اوسېدونکي‌عراقیان دي،‌ خو تر شلو ډېر افغانان هم دغه کمپ کې اوسېږي.‌ انځور: کډوال نیوز
که څه هم د رودنینکای ډېری اوسېدونکي‌عراقیان دي،‌ خو تر شلو ډېر افغانان هم دغه کمپ کې اوسېږي.‌ انځور: کډوال نیوز

د روان کال له پیل راهیسې لیتوانیا ته د رسیدلو مهاجرو شمېر په بې سارې توګه زیات شوی دی.‌ ډېری دغه کسان د عراق او یا د افریقایي هیوادونو څخه دي،‌ خو په ډله کې یې افغانان هم شته.‌ د لیتوانیا په رودنینکای کمپ کې ځينې هغه افغانان چې د افغانستان د شمالي سرحدونو له لارې یې لیتوانیا ته ځان رسولی دی وایي، دوی په خورا بدو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي او برخلیک یې نه دی نامعلوم. له لیتوانیا څخه راپور.‌

دوه ویشت کلن جان محمد چې د کټارو تر شا ولاړ دی وایي:‌ «دوه اونۍ کېږي چې دې کمپ کې یم.‌ هېڅ نه پوهېږم چې راتلونکی به مې څنګه وي.‌ موږ له جګړو څخه وتښتېدو ترڅو اروپا کې ارام ژوند ولرو، خو دا اوس دلته بند پاتې یو.»

د لیتوانیا په رودنینکای کمپ کې د جان محمد په څېر شل نور افغانان هم ژوند کوي.‌ دغه کسان چې لیتوانیا ته تر رسېدو پورې یې ډېرې پیسې مصرف کړې او پر لارو له زیاتو سختیو سره مخ شوي‌ وایي، رودنینکای کمپ کې د خپل نامعلوم برخلیک له امله اندېښمن دي. جان محمد وايي:‌ «کله چې لیتوانیا ته را ورسېدم،‌ پولیسو ونیولم او یوه نظامي کمپ ته یې واستولم.‌ څو ورځې مې هلته تېرې کړې، بیا یې دغه کمپ ته انتقال کړم.‌ اوس دلته یم خو څوک مې پوښتنه نه کوي.» 

رودنینکای کمپ د لیتوانیا پلازمېنې ویلنیوس ته څېرمه موقعیت لري.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
رودنینکای کمپ د لیتوانیا پلازمېنې ویلنیوس ته څېرمه موقعیت لري.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

د افغانستان شمالي پوله: نوې لار

افغان مهاجر تر ډېره د پاکستان، ایران او ترکیې له لارې اروپایي ټولنې ته ځان رسوي،‌ خو نن سبا ځینې داسې کسان هم شته چې هڅه کوي چې د افغانستان د شمالي سرحدونو له لارې اروپا ته واوړي.‌ 

جان محمد یو له دغو افغانانو دی. نوموړی وایي‌ چې په لومړي سر یې د ازبکستان ویزه واخیستله او ورپسې بیا په قاچاقي توګه قزاقستان،‌ روسیې او بلاروس ته ورسېد.‌ خو سفر یې ډېر سخت و. په وینا یې د بېلاروس او لیتوانیا پر پوله یې لس ورځې ځنګلونو کې تېرې کړې دي.‌

ورښت یو بل افغان مهاجر دی چې د لیتوانیا په رودنینکای کمپ کې اوسېږي.‌ دغه ۲۸ کلن کډوال وایي‌ چې د تاجکستان ویزه یې لرله او د دغه هیواد له لارې یې لیتوانیا ته ځان رسولی دی.‌ ورښت چې ستړی او نارامه معلومېږي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی زیاتوي:‌ «دومره پوهېږم چې سفر مو سخت او ستړی کوونکی و.‌ زیات وختونه مو پیاده مزل کاوه.»

بیا ولولئ:‌ د بالکان له لارې اروپا ته د تلونکو افغان او سوریایي کډوالو شمېره دوه برابره ډېر شوی

«غلو مو پیسې،‌ موبایل او خوراکي توکي ونیول»

ځینې نور بیا وایي‌ چې لاره نه یوازې اوږده او سخته بلکې له ګواښونو هم ډکه ده.‌ پنځه ویشت کلن سید منیر شیرزاد چې د ننګرهار اصلي اوسېدونکی دی وایي د ازبکستان،‌ قزاقستان، روسیې،‌ بلاروس او لیتوانیا پر لارو له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.‌ خو کله چې یې غوښتل له بلاروس څخه لیتوانیا ته واوړي،‌ ځنګل کې له غلو سره مخ شو.‌

په وینا یې:‌ «موږ څلور کسان وو.‌ غلو مو لاره بنده کړه.‌ ماسکونه یې اغوستي وو.‌ ګواښ یې را ته وکړ او زموږ پیسې،‌ موبایل او خوراکي توکي یې ونیول.‌»

په وینا یې لږ وروسته لیتوانیایي ځواکونو ونیول او سمدلاسه یې یو نظامي کمپ ته انتقال کړل.‌

مهاجر تر دغو خیمو لاندې شپه سبا کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
مهاجر تر دغو خیمو لاندې شپه سبا کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

لیتوانیا او د مهاجرو څپه

لیتوانیا شمالي اروپا کې پرته ده او له بلاروس سره ګډه اوږده پوله لري.‌ دغه کوچنی هیواد چې تر دې دمخه یې مهاجرو د څپو تجربه نه درلوده په ۲۰۲۱ کې د کډوالو له لوړ شمېر سره مخ شوه.‌ د لیتوانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله سږ کال تر دې دمه ۴۱۱۵ کسان د بلاروس څخه لیتوانیا ته رسېدلي دي چې د ۲۰۲۰ پرتله ۵۵ چنده او د ۲۰۱۹ پرتله ۱۱۰ چنده زیاتوالی ښيي. دغه وزارت وایي‌ چې په تېره بیا د ۲۰۲۱ په جولای میاشت کې د مهاجرو شمېر کابو ۳ زرو تنو ته لوړ شو.‌

بیا ولولئ:‌ لیتوانیا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر تر ۳۰۰۰ واوښت

د یاد وزارت په وینا عراقیان لیتوانیا ته د رسېدلو کډوالو دوه پر دریمه برخه جوړوي، خو د کانګو، کامرون،‌ ګینیا،‌ ایران او سوریې اصلي اوسېدونکو هم ځانونه دغه هیواد ته رسولي دي.‌ د رسمي شمېرو له مخې لیتوانیا ته د رسېدلو مهاجرو په ډله کې ۸۳ افغانان هم دي.‌ دغه راز له ایرانه ۹۱، له پاکستانه ۲۳، له ترکیې نه ۲۵ او له هند نه ۶۲ کسان د دې هیواد په مهاجر کمپونو کې اوسېږي.

د کورنیو چارو وزارت دا هم وایي‌ چې له څو ورځو راهیسې لیتوانیا ته د رسیدلو مهاجر شمېر کې څرګند کموالی راغلی دی.‌ په وینا یې:‌ «اوس د دې وخت نه دی راغلی چې ووایو د مهاجرو راتګ بند شوی دی.‌ خو تر دې دمخه هره ورځ له بغداد نه د بلاروس مېنسک ښار ته ۴ مستقیم پروازونه کېدل [او یاد کسان بیا لیتوانیا ته داخلېدل].‌ اوس دغه پروازونه بند شوي دي.»

یاد وزارت زیاتوي چې د ناقانونه مهاجرو ګواښ لا هم شته ځکه چې ترکېش ایرلاینز او بلاویا هوایي شرکتونه لا هم له استانبول څخه مېنسک ته پروازونه لري.‌

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د بلاروس اوسنی رژیم له مهاجرت څخه ابزاري ګټه پورته کوي.‌ په وینا یې ځینې شواهد ښيي چې د بلاروس چارواکي له لیتوانیا سره پر پوله د مهاجرو لاره اسانوي.‌ د بېلګې په توګه د فرانتکس له چورلکې څخه د اخیستل شوې یوې ویډیو له مخې هغه کسان چې لیتوانیا ته د مهاجرو داخلېدل اسانوي موټرونه یې د بلاروس د سرحدي ادارې د موټرونو په شان دي.‌ سرچینه زیاتوي چې تر دې دمخه لیتوانیا څو ځله له بلاروسي چارواکو څخه د همکارۍ او د ګډ کار غوښتنه کړې،‌ خو ټولې غوښتنې یې رد شوې دي.

کمپ کې وضعیت «انسانی» نه دی

رودنینکای کمپ کې ایسار مهاجر تر ډېره د خپل نامعلوم راتلونکي په هکله اندېښمن دي.‌ جان محمد وایي:‌ «دوی مهاجر دې کمپ ته اچوي خو چارو ته یې هېڅ رسیدګي نه کوي.‌»

د جان محمد ملګری ورښت بیا وایي چې کمپ کې نه یوازې کډوالو ته پاملرنه نه کېږي بلکې د هغوی د ژوند وضعیت هم «انساني» نه دی.‌ هغه وایي:‌ «دلته کډوال تر خیمو لاندې اوسېږي.‌ هره خیمه کې پنځه لس کسان پراته دي.‌ موږ ته په ورځ کې یو ځل ډوډۍ ورکول کېږي، خو هغه هم د خوړلو نه ده.‌»

رودنینکای کې ډېری مهاجر لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.‌ د بېلګې په توګه د ورځې ورته یوازې یو بوتل اوب‍ه ورکول کېږي.‌ د خان محمد په خبره: «د ځان مینځلو لپاره اوبه شته، خو چټلې دي.‌ ډېری مهاجر ناروغان دي،‌ خو څوک یې ناروغیو ته رسیدګي نه کوي.»

بله ستونزه دا چې د کمپ مسولینو د ګڼو کسانو موبایلونه ضبط کړي دي.‌ د مهاجرو په خبره دوی د موبایل د نه لرلو له امله له خپلو کورنیو سره تماس نه شي نیولی.‌ ځینې یې بیا د سرتېرو له بد چلن څخه شکایت کوي او وایي چې دوی پر مهاجرو سپرې کاروي.

بیا ولولئ:‌ لیتوانیا د مهاجرو د حقونو د محدودولو سخت قانون وضع کړ

د رودنینکای ډېری اوسېدونکي وایي لومړنیو اړتیاوو ته کافي لاسرسی نه لري.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
د رودنینکای ډېری اوسېدونکي وایي لومړنیو اړتیاوو ته کافي لاسرسی نه لري.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

«مهاجر پر پوله پناه غوښتلی شي»

په ورته مهال د لیتوانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د خپلو پولو د ساتلو لپاره یې جدي تدابیر نیولي او نه پرېږدي چې خلک یې په ناقانونه توګه خاورې ته داخل شي.‌ خو په خبره یې دغه اقدامات به د پناه غوښتونکو پر خوندیتوب ناوړه اغېز و نه لري.‌ سرچینه زیاتوي:‌ «پناه غوښتونکي بې له وېرې د بلاروس او لیتوانیا سرحدي پوستې ته تللی شي او کولی شي چې هلته پناه وغواړي.‌»

د یاد وزارت په حواله هر یو مهاجر حق لري چې د پناه غوښتنه وکړي، خو د منفي ځواب د ترلاسه کولو په صورت کې له لیتوانیا څخه اخراجېږي.‌ مهاجر دغه راز کولی شي چې په خپله خوښه بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. د لیتوانیا حکومت دغو کسانو ته تکتونه او ۳۰۰ یورو ورکوي.‌ 

بیا ولولئ: لیتوانیا وایي‌ ناقانونه مهاجر پر شا تمبوي

د کورنیو چارو وزارت کډوال نیوز ته مني چې لیتوانیایي چارواکي د ژباړونکو له کمښت سره مخ دي، ځکه چې مهاجر په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، خو په وینا یې:‌ «موږ د هغو ژباړونکو په لټه کې یو چې دغه برخه کې له موږ سره مرسته کولی شي.»

که څه هم سږ کال تر دې دمه لیتوانیا کې د رسیدلو افغانانو شمېر د نورو هیوادونو د اتباعو پرتله لږ دی،‌ خو چارواکي افغانستان کې د امنیتي وضعیت په کتو سره ته د افغان مهاجرو د شمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.‌ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم جګړې تودې شوې چې له امله یې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او په سلهاوو زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.‌ په ورته وخت کې نړیوال سازمانونه د افغان پناه غوښتونکو په شمېر کې د زیاتوالي اټکل کوي.

 

نورې ليکنې