یو شمیر کډوال چې د پنجشنې په ورځ له دنکرک بندر په سیمه ژغورل شوي دي. انځور: یوتوپیا۵۶
یو شمیر کډوال چې د پنجشنې په ورځ له دنکرک بندر په سیمه ژغورل شوي دي. انځور: یوتوپیا۵۶

د فرانسې سمندري ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۱۲ مه خبر ورکړ چې ۱۶۴ کډوال چې غوښتل يي د کښتیو له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي، په جلاجلا پیښو کې د مانش له کانال څخه ژغورلي دي. له ژغورلو وروسته یو تن کډوال په روغتون کې ساه ورکړه.

د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه کډوال يي له بیلابیلو کښتیو څخه د ګري نه له سیمې څخه ژغورلي دي. له ژغورلو وروسته دغه کډوال د سمندري ځواکونو لخوا بندر ته لیږدول شوي دي.

لومړی د ژغورونکو ډلې ۳ او بیا ۶ تنه کډوال له دوو کښتیو څخه د کالې ښار له اوبو څخه و ژغورل او وروسته بیا په دریمه کښتۍ کې ۵ نور کډوال و ژغورل شول. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د سمندري ځواکونو په یو بل علملیاتو کې ۳۳ نور کډوال هم ژغورل شوي دي.

نور ولولئ: انګلیس کانال: یوه ورځ کې ۴۸۲ مهاجر برتانیا ته رسېدلي

د شمالي سمندر او مانش قومندان په وینا د پنجشنبې په سهار سمندري ځواکونو د هغه کښتۍ د ژغورنې پسې ولاړل چې په کې سپاره ۳۶ تنه کډوال د ډوبیدو له خطر سره مخامخ ول.

د دغو ژغورل شویو له ډلې د اریتریا هیواد یو تن اوسیدونکی وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. په ۲۰۲۱ کال کې د پادوکالې په اوبو کې د مړینې دا لومړنۍ پیښه بلل شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوې چې د پنجشنې په ورځ ۱۰ تنه کډوال د دنکرک سیمې په اوبو کې، ۳۷ تنه نور د چورلکې او کښتۍ په عملیاتو کې د فرانسوي سرحدي ځواکونو او ۲۶ نور کډوال د بلژیکي ځواکونو د ژغولو کښتۍ لخوا و ژغورل شول.

نور ولولئ: فرانسه:بریتانیا ته تلونکي ۱۰۸ پناه غوښتونکي له مانش کانال څخه ژغورل شوي

ټول ژغورل شوي کسان د پنجشنې په ورځ د فرانسې په شمالي برخه کالې، دنکرک او بولوین سور مر سیمو کې له درملنې وروسته پولیسو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د فرانسي سمندري ځواکونو ۱۰۸ کډوال د مانش له کانال څخه په یوه ورځ وژغورل. د کال له پیل څخه تراوسه له ۱۰ زرو څخه ډیر کډوال د مانش کانال له لارې په کښتیو کې ځانونه بریتانیا ته رسولي دي.

 

نورې ليکنې