وسله وال طالبان په کابل کې.‌ انځور:‌ رویټرز،‌ د اګست ۱۶مه
وسله وال طالبان په کابل کې.‌ انځور:‌ رویټرز،‌ د اګست ۱۶مه

د افغانستان پلازمېنې کابل ته د طالبانو له ورتګ سره سم پرون یکشنبه او نن دوشنبه سهار زرګونو کسانو هڅه وکړه چې کابل هوایي ډګر ته داخل شي او د الوتکو له لارې له هیواده ووځي.‌ کابل کې سیاسي وضعیت د عامه وګړو ترمنځ‌ د وېرې فضا خوره کړې ده.

پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې کابل هوایي ډګر کې ډزې روانې دي او خلک د تښتېدو په حال کې دي.

که څه هم لږ مخکې رویټرز خبري اژانس د یو امریکایي چارواکي له قوله ویلي وو چې هوایي ډګر کې مېشت امریکایي پوځیانو د خلکو د کنترول لپاره د خبرداري ډزې کړې دي، خو اوس دغه اژانس وایي چې ډزو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

پېښه نن دوشنبه سهار د کابل د هوایي ډګر په ترمینال کې رامنځ ته شوې ده.

بل پلو وال استریټ ژورنال د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې په وینو ککړ جسدونه پر ځمکه پراته دي.

پرون یکشنبه کابل ته د وسله والو طالبانو له داخلېدو سره سم زرګونو عامه وګړو هڅه وکړه چې د کابل هوایي ډګر ته ننوځي او د الوتکو له لارې له هیواده ووځي.‌ پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د هوایي ډګر په بېلابېلو برخو کې په زرګونو کسان ولاړ دي.‌ دا په داسې حال کې ده چې د کابل له هوایي ډګر څخه پروازونه د لنډمهال لپاره بند شوي‌ دي.‌

وسله وال طالبان تېره ورځ د ماشام له خوا د کابل ولسشمرۍ ماڼۍ ته داخل شول.‌ څو ساعته مخکې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د یوې الوتکې له لارې له افغانستانه وتلی و.‌ 

په ورته مهال پرون یکشنبه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل چې یو شمېر افغان سیاستوال د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته رسېدلي دي.‌

لږ مخکې افغانستان کې بدلېدونکي سیاسي حالت ته په کتو سره ځینو هیوادونو د افغان مهاجرو منلو ته چمتووالی ښوولی و.‌ پرون یکشنبه البانیا او کوسوو د لنډمهال لپاره د سلګونو هغو افغانانو د منلو خبر ورکړ چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي. دغه راز تېره شنبه د کاناډا لومړي وزیر جستېن ترودو اعلان وکړ چې د افغانستان جګړې له کبله به ۲۰ زره افغانان د مهاجرو په توګه ومني.‌

ټاکل شوې چې نن شپه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د افغانستان د اوسني وضعیت او د احتمالي افغان مهاجرو په اړه وینا وکړي.‌

 

نورې ليکنې