افغانې ښځې له خپلو ماشومانو سره د کابل هوایي ډګر ته تېښتي. انځور:‌ رویټرز، د اګست ۱۶مه
افغانې ښځې له خپلو ماشومانو سره د کابل هوایي ډګر ته تېښتي. انځور:‌ رویټرز، د اګست ۱۶مه

په داسې حال کې چې وسله وال طالبان د افغانستان پلازمېنې کابل ته ننوتلي‌ دي، ډېری افغانان هڅه کوي چې له هیواده ووځي.‌ خو تر دې دمه د افغان پناه غوښتونکو په هکله د اروپایي هیوادونو دریځ نه دی څرګند.

پرون یکشنبه د اګست میاشتې ۱۵مه د فرانسې،‌ برتانیا،‌ کاناډا،‌ جاپان او د متحده ایالاتو په ګډون نږدې ۶۰ هیوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، هغو افغانانو او بهرنیانو ته باید د وتلو اجازه ورکړل شي چې غواړي له افغانستانه ووځي.‌ یادو هیوادونو دغه راز له افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې ده.‌

په ورته مهال د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یېو لو دریان په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم فرانسوي‌ چارواکو د فرانسې سفارت د کابل هوایي ډګر ته لېږدولی دی.‌ اعلامیه کې راغلي: «فرانسه هغه کسان چې ورسره یې دنده ترسره کړې نه هېروي.» نوموړي زیاته کړې ده چې د می میاشتې راهیسې فرانسې تر ۶۰۰ هغو افغانانو ته ویزه ورکړې ده چې له فرانسویانو سره یې کار کړی و او ژوند یې په خطر کې و.

د اعلامیې له مخې فرانسه په پام کې لري چې د افغانستان د مدني ټولنې غړو،‌ د بشر د حقونو مدافعانو،‌ هنرمندانو او خبریالانو د ساتنې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

بل پلو د برتانیا د دفاع وزیر بېن ولاس ویلي چې د برتانیا حکومت په پام کې لري چې د افغان ژباړنو او قراردادیانو د پناه غوښتنې پروسه چټکه کړي.‌ په خبره یې افغان پناه غوښتونکو ته به اجازه ورکړل شي چې بې له پاسپورته برتانیا ته داخل شي.‌ 

هغه دا هم ویلي چې دوی په چټکۍ سره د دغو کسانو د چارو پروسس کوي او که دې ته اړتیا وي‌ چې قواعدو کې بدلون راشي، دوی به قواعد بدل کړي.

نوموړي زیاته کړې چې برتانیا غواړي دغه افغانان لومړی د منځني ختیځ‌ هیوادونو ته ولېږدوي او بیا یې برتانیا ته انتقال کړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تر پیل وروسته جګړو ډېری افغانان د خپل هیواد پرېښودو ته اړ کړل‌.‌ تر دې دمخه د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د تلونکو افغان مهاجرد د شمېر د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګنده کړې وه. 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پلازمېنې کابل ته د طالبانو له ورتګ سره سم پرون یکشنبه او نن دوشنبه سهار زرګونو کسانو هڅه وکړه چې کابل هوایي ډګر ته داخل شي او د الوتکو له لارې له هیواده ووځي.‌

د رسنیو په حواله هوایي ډګر کې مېشت امریکایي ځواکونو د وضعیت د کنترول لپاره د خبرداري ډزې وکړې چې له امله یې لږترلږه پنځه کسان ووژل شول.‌ پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې دوه کسان له الوتکو څخه ځمکې ته لوېږي.

 

نورې ليکنې