وسله وال طالب د کابل هوایي ډګر ته څېرمه. انځور: رویټرز، د اګست ۱۶مه
وسله وال طالب د کابل هوایي ډګر ته څېرمه. انځور: رویټرز، د اګست ۱۶مه

تېره یکشنبه پلازمېنې کابل ته د وسله والو طالبانو تر ننوتلو وروسته سلګونه افغان پوځیانو او پناه غوښتونکو د افغانستان شمالي ګاونډي هیواد ازبکستان ته پناه وړې ده.

ازبکستاني چارواکي خبر ورکوي چې ۷۵۰ افغانان چې ډله کې یې پوځیان هم شته په غیرقانوني توګه دغه هیواد ته دننه شوي دي.

بي بي سي د ازبکستان د لویې څارنوالۍ له قوله وایي چې د یکشنبې په ورځ ۱۵۸ پناه غوښتونکو او افغان پوځیانو د آمو سیند له لارې د د ازبکستان ترمذ سیمې ته ځان رسولی دی.

یادې ادارې ویلي چې د ازبکستان خاورې ته د دغو کسانو د غیرقانوني داخلېدو په تړاو یې جرمي دوسیې پرانیستې او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د یادولو ده چې تېره جون میاشت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره سم رسنیو د ازبکستان په ترمذ ښار کې د احتمالي افغان مهاجرو لپاره د یو کمپ د جوړولو خبر ورکړی و.

کابل ته د طالبانو د ورتګ سره ګڼ شمېر افغانان هڅه کوي چې په بېلابېلو طریقو ځان نورو هیوادونو ته ورسوي.

په تېرو دوو ورځو کې زرګونو کسانو هڅه وکړه چې کابل هوایي ډګر ته داخل شي او د الوتکو له لارې له هیواده ووځي.‌ پېښه کې لږترلږه اووه کسان ووژل شول.

 

نورې ليکنې