برتانیا په پام کې لري چې ۲۰۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي ومني. د برتانیا حکومت اعلان کړی چې شل زره افغانانو ته به په راتلونکو پنځو کلونو کې د برتانیا ویزه ورکړي او په دې هیواد کې د ځای پر ځای کېدو زمینه ورته برابره کړي.
د برتانیا حکومت د نوي پروګرام له مخې په لومړي کال شاوخوا پنځه زره افغانان چې په ډله کې به یې ښځې، نجونې او نور اړمن کسان وي د دې پروګرام له لارې دې هیواد کې ځای پر ځای کېږي.
دا هغه کسان دي چې کابل ته د طالبانو تر ورتګ وروسته تر ډېره له ګواښ سره مخ دي.
بیا ولولئ: وسله وال طالبان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتلي، زرګونه خلک د کابل په هوایي ډګر کې
برتانیا به نورو کسانو ته د راتلونکو څو کلونو په موده کې دې هیواد کې د ځای پر ځای کېدو زمینه برابروي.
تر دې دمخه برتانوي چارواکو افغانستان کې د خپل پوځ پخوانيو افغان همکارانو او ژباړونکو ته د ویزې د ورکولو او برتانیا ته د ورتګ چارې پیل کړې وې چې په لړ کې به یې نږدې پنځه زره کسان له افغانستانه برتانیا ته انتقالېږي.
د برتانیا د لومړي وزیر دفتر په حواله پرون سه شنبه د ماشام له خوا د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسون د امریکا ولسمشر جو بایدن سره له کابل څخه د اړمنو کسانو پر ایستلو خبرې کړې.
د لومړي وزیر دفتر د یو خبریال په حواله بوریس جانسون ټینګار کړی چې د تېرو ۲۰ کلونو ترلاسه شوي بریالیتوبونه نه باید له لاسه ووځي او دوی باید د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکړي.
ښاغلي جانسون د دې پروګرام د اعلان پر مهال وویل، برتانیا د ټولو هغو کسانو پوروړې ده چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانستان د بیا رغولو لپاره له دې هیواد سره همکاري کړې ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې دمګړۍ ډېری دغه کسان او په ځانګړې توګه ښځې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
«طرحه کافي نه ده»
په ورته مهال ځیني برتانوي چارواکي د حکومت پر دغې طرحې نیوکه کوي او ناکافي یې بولي.
برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین د برتانیا د پخواني استازي لارد دابس له قوله وایي چې دا ښه خبره ده چې ښځو، ماشومانو او اړمنو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي خو «دغه کسان اوس له خطر سره مخ دي او خوندیتوب ته اړتیا لري».
لږ مخکې د برتانیا د دفاع وزیر بېن ولاس ویلي وو چې حکومت په پام کې لري چې د افغان ژباړنو او قراردادیانو د پناه غوښتنې پروسه چټکه کړي. په خبره یې افغان پناه غوښتونکو ته به اجازه ورکړل شي چې بې له پاسپورته برتانیا ته داخل شي.
نوموړي زیاته کړې وه چې برتانیا غواړي دغه افغانان لومړی د منځني ختیځ هیوادونو ته ولېږدوي او بیا یې برتانیا ته انتقال کړي.
انګلیس کانال کې د افغان [او نورو] مهاجرو پر وړاندې خنډونه
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۸ راهیسې د انګلیس یا مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو د شمېر په زیاتېدو سره برتانوي حکومت په وار وار خپلې خاورې ته د دغو کسانو د ورتګ د مخنیوي لپاره خنډونه جوړ کړي دي.
یادو مهاجرو کې زیات شمېر افغانان هم دي.
د تېرې جولای میاشتې پر ۲۰مه برتانیا او فرانسې هوکړه وکړه چې د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د تلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره به فرانسې سواحلو کې سرتېري او تجهیزات ځای پر ځای شي.
دغه هوکړه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانن او د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ترمنځ په یوه ناسته کې شوې وه. په ناسته کې هوکړه شوې وه چې بریتانیا به په راتلونکو دوو کلونو کې له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یور مرسته وکړي ترڅو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي او د فرانسې په خاوره کې دې کډوالو ته سرپناه برابره شي.