په کندوز کي داخلي مهاجر | Photo: EPA/JAWED KARGAR
په کندوز کي داخلي مهاجر | Photo: EPA/JAWED KARGAR

د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ UNHCR ويلي دي چي په افغانستان کي به د تازه تحولاتو رامنځته کېدو باوجوده پاته سي او خپل فعاليت به جاري وساتي.

په آلمان کي د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ UNHCR استازي، کاتارينه لومپ ويلي دي چي سازمان يې غواړي په افغانستان کي خپل فعاليت کي ادامه ورکړي. هغې زياته کړې ده: «موږ غواړو چي په هيواد کي پاته سو، ځکه چي انسانان به تر بل هر وخت زياتو مرستو ته اړ وي.» نوموړې دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د «وېلټ» ورځپاڼي ته وکړې. 

د لومپ په وينا ياد سازمان به د نورو بشري مرسته کوونکو سازمانونو سره په ګډه «د بشري اساسي اصولو سره په همږغۍ او د بې پلويتوب او بې پريتوب په فضا کي» خپل فعاليتونه وکړي.

د ملګرو ملتونو ياد سازمان غواړي د هغو انسانانو سره مرسته وکړي چي عاجلې مرستي ته اړتيا لري. دا د هغه باوجوده چي په افغانستان کي حالات په چټکۍ سره د بدلون په حال کي دي. د دغه سازمان په وينا دمګړی په افغانستان کي د دغه سازمان ۲۰۰ همکاران په کار بوخت دي. لومپ خبرداری ورکړی: «دا چي و بشري مرستو ته اړتيا په لوړه اندازه جګه سوې او ښايي لا نوره هم زياته سي، نو دغه انسانان نړيوال ملاتړ ته محتاج دي.»

لومپ دې دې ته اشاره وکړه چي له ۴۰ کالو څخه زيات وخت کي تر ۹۰ سلني څخه زيات افغان مهاجر په ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران کي ول. لومپ په دې ترڅ کي د پاکستان او ايران له پېوستون څخه ستاينه وکړه. هغې زياته کړې چي په تيرو مياشتو کي شړل سوي افغانان په خپل هيواد کي بېځايه دی او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې