د اُتريش د کورنيو چارو وزير کارل نېهامر | picture-alliance/APA/Roland Schlager
د اُتريش د کورنيو چارو وزير کارل نېهامر | picture-alliance/APA/Roland Schlager

د اُتريش هيواد ويلي دي چي په افغانستان کي د طالبانو د پر واک راتلو وروسته به له دغه هيواد څخه نور مهاجر نه ومني.

د اُتريش هيواد د کورنيو چارو وزير، کارل نېهامر ويلي دي چي د دې پر ځای چي له افغانستان څخه نور مهاجر ومنل سي، «بايد د افغانستان د ګاوندي هيوادونو سره خبري اتري وسي.» د هغه په وينا په دې توګه به په سيمه کي د مهاجرو ساتنه تضمين سي. د هغه دا څرګندونې د «وېلټ» ورځپاڼي د چهارشنبې په ګڼه کي چاپ سوي دي.

د اُتريش د محافظه پال ګوند (ÖVP) ياد سياستوال پر دې ټينګار کړی دی چي «نور بايد د دې مخه ونيول سي چي د مهاجرت داسي لاري بايد وتړل سي چي تر يو درزن هيوادونو تيريږي او چي په ترڅ کي يې هجرت کوونکي د خپل منزل مقصود هيواد ټاکنه پخپله کوي.»

نېهامر ويلي دي چي نه پوهيږي چي ولي بايد افغانان اوس و اُتريش ته راسي. 

د نېهامر په وينا اتريش غواړي چي مخ په وړاندي هم افغانان و افغانستان ته اخراج کړي. هغه زياته کړې: «که د اروپا د بشري حقونو کانوانسيون موږ ته د اخراج په ترڅ کي محدوديتونه رامنځته کوي نو موږ بايد د اروپايي اتحادیې په توګه پر ممکنه بديلو لارو غور او فکر وکړو.»

د اُتريش د کورنيو چارو وزير زياته کړې ده، چي يو امکان دا دی چي د افغانستان په شاوخوا سيمو کي د اخراج مراکز جوړ کړل سي. د هغه په وينا د چهارشنبې په ورځ به خپل دغه وړانديز د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو د وزيرانو په سرمشريزه کي وکړي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې