د افغانانو لومړۍ ډله پاریس ته رسېدلې. انځور: د اوفي له ټویټرپاڼې څخه
د افغانانو لومړۍ ډله پاریس ته رسېدلې. انځور: د اوفي له ټویټرپاڼې څخه

پرون چهارشنبه د افغانانو ۱۸۴ کسیزه ډله د پاریس رواسي شارل دو ګول هوایي دګر ته ورسېدله. ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د شپې له خوا نږدې ۲۰۰ تنه نور پاریس ته ورسېږي.

د فرانسې د مهاجرت او ادغام ادارې یا اوفي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د کابل تر سقوط وروسته [پاریس کې] د اوفي کارکوونکي د افغانانو د لومړۍ ډلې هرکلی کوي. دغه پرواز کې ۱۱۰ بالغ کسان او ۷۶ ماشومان شامل دي.» اوفي فرانسه کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو د چارو د پر مخ وړلو مسولیت په غاړه لري.

د هوایي ځواکونو لومړۍ الوتکه تېره چهارشنبه د اګست ۱۸مه د رواسي شارل دو ګول هوایي ډګر ته ورسېده. دغه الوتکه کې ۱۸۴ ملکي افغانان سپاره ول. دوی پلازمېنې کابل ته د طالبانو تر ورتګ وروسته په بېړنۍ توګه له افغانستانه ایستل شوي دي.

د فرانسې د مهاجرت او ادغام ادارې مشر دیدیې لسکي کډوال نیوز ته وایي: «ټاکل شوې چې یوه بله الوتکه نن شپه ۹ بجې پاریس ته ورسېږي.» خو نوموړی د افغانانو د کره شمېر په اړه معلومات نه ورکوي.

دا دویم پرواز دی چې له کابله د فرانسویانو او افغانانو د ایستلو لپاره ترسره کېږي. تېره دوشنبه د اګست ۱۶مه یو بل پرواز کې فرانسوي اتباع له کابله ایستل شوي ول.

فرانسې ته رسېدلي افغانان تر قرنطین وروسته استوګنځیو ته استول کېږي

تر اوسه فرانسې ته د رسېدلو مهاجرو شمېر نږدې ۸۰۰ کسانو ته رسېږي. دیدیې لشي وایي: «د مارچ تر جولای پورې مو ۶۲۴ افغانان فرانسې ته انتقال کړي وو. دوی هغه کسان ول چې له فرانسویانو سره یې دنده ترسره کړې وه.»

ټاکل شوې چې یاد افغانان په لومړي سر د ایل دو فرانس د هوت دو سېن سیمې په هوټلونو کې ځای پر ځای شي. دیدیې لشي وایي چې وروسته بیا به دوی د هرکلي استوګنځیو ته انتقالېږي. د نوموړي په حواله د یادو مهاجرو دوسیې به د نورو پناه غوښتونکو په څېر طي مراحل کېږي، خو پروسه به یې چټکه وي. دوی لومړی باید قومندانیو کې نوم لیکنه وکړي او بیا به له اوفپرا سره مرکه ولري. دوی دغه راز د پناه غوښتونکو لپاره د دولت له مالي مرستو څخه برخمن کېږي. 

پاریس ته د افغانانو تر رسېدو وروسته د اوفي او فرانس تغ دزیل سازمان کارکوونکي او ژباړن ورسره مرسته کوي. دیدیې لشي وایي: «دا هغه کسان دي چې افغانستان کې یې د روان وضعیت له امله شوک لیدلی دی. ځینو یې هلته مسلکي کارونه درلودل او نه یې غوښتل چې خپل هیواد پرېږدي.»

نوموړی زیاتوي چې دوی له معمولو افغان پناه غوښتونکو سره توپیر لري او د وروستیو پېښو تر رامنځ ته کېدو دمخه یې تصمیم نه درلود چې فرانسې ته کډه وکړي.

د یادو افغانانو په ډله کې د «متوسطې طبقې» غړي شامل دي. د دیدیې لشي په وینا: «دوی ډاکټران، هنرمندان او یا فرهنګیان دي. داسې کسان چې د خپل شغل او خپلو فعالیتونو له امله له ګواښ سره مخ ول.»

بیا ولولئ: افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو پخوانۍ کارکوونکې: «هیله لرم چې فرانسه مې یوازې پرې نږدي»

له افغانستانه د خلکو د ایستلو هڅې

نور اروپایي هیوادونه هم هڅه کوي چې زیان منونکي کسان له افغانستانه وباسي. پرون چهارشنبه د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون وویل چې تر دې دمه ۳۰۶ انګلیسان او ۲۰۵۲ افغانان له کابله څخه ایستل شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۵۰۰ کسان یې له افغانستانه ایستلي دي. همداشان اسپانیا ژمنه کړې چې درېو نظامي الوتکو کې د ایستلو لړۍ پیل کړي. د اسپانیا حکومت په حواله ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د اسپانیایانو او د هغوی د افغان همکارانو یوه ۵۰ کسیزه ډله اسپانیا ته ورسېږي.

په ورته مهال پرون چهارشنبه یوه ۸۶ کسیزه ډله ایټالیا ته ورسېدله چې پکې ایټالیایان، افغانان او کورنۍ یې او د ناټو او د اروپایي ټولنې پرسونل شامل دي. دغه راز د ډنمارک لومړي وزیر ویلي چې پرون چهارشنبه ۸۶ تنه چې ډېری یې افغانان دي له کابله ایستل شوي دي.

تر دې دمه امریکایي پوځ توانېدلی چې ټولټال ۵۲۰۰ وګړي وباسي چې له دې ډلې یې ۲ زره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایستل شوي دي.‌

 

نورې ليکنې