د کابل هوایي ډګر. انځور: رویټرزؤ د ۲۰۲۱ د اګست ۱۷مه
د کابل هوایي ډګر. انځور: رویټرزؤ د ۲۰۲۱ د اګست ۱۷مه

اروپایي ټولنې پرون چهارشنبه وویل د افغانستان سیاسي وضعیت ته په کتو سره تمه ده چې له دې هیواد څخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راشي. یادې ټولنې له خپلو غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې دوی باید د ښځو او نجونو په ګډون زیات شمېر هغه افغانان ومني چې ساتنې ته اړتیا لري.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسولې یلوا جوهانسون پرون چهارشنبه وویل: «افغانستان کې بې ثباتي ښایي د مهاجرتي فشار لامل وګرځي.» هغه زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې له غړو هیوادونو څخه یې غوښتي دي چې دوی باید زیات شمېر هغه افغانان ومني چې ساتنې ته اړتیا لري.

د آغلې جوهانسون په حواله دمګړۍ د مهاجرت او پناه غوښتنې د نوي تړون په چوکاټ کې اروپا ته د دغو کسانو د راتلو لپاره د لازمو تدابیرو تیاریو پر سر خبرې روانې دي.

پرون چهارشنبه برتانیا ژمنه وکړه چې په راتلونکو څو کلونو کې ۲۰۰۰۰ افغانان ومني. فرانسې تر اوسه د منل کېدونکو مهاجرو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې. اتریش بیا ویلي چې افغان مهاجر به و نه مني. همدا راز یونان ویلي چې په پام کې لري افغانان ترکیې ته اخراج کړي...

بیا ولولئ: برتانیا ۲۰۰۰۰ افغانانو ته دې هیواد کې د مېشتېدو پروګرام اعلان کړ

د آغلې جوهانسون په وینا اروپا دې صبر و نه کړي چې مهاجر اروپایي سرحدونو ته ځان ورسوي، په خبره یې دغه ټولنه باید «د قانوني لارو» پر پرانیستلو غور وکړي.

د اروپایي کمېسیون د بهرنیو چارو مشره دا هم ویلي چې دوی باید د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو ملاتړ وکړي ځکه چې ډېری افغانان دغو هیوادونو ته کډه شوي دي.

هغې افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره پر مرستو هم ټینګار کړی. په وینا یې د روان کال له پیل راهیسې ۵۵۰ زره افغانان د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

بیا ولولئ: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: روان کال کې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي

نوموړې دغه راز ویلي چې له اروپا څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج باید وځنډول شي. په وینا یې: «افغانستان کې وضعیت امن نه دی نو ځکه موږ [له اروپا څخه رد شوي افغانان] اخراجولی نه شو.»

ډېری اروپایي هیوادونه اندېښنې څرګندوي چې افغانستان کې اوسنی سیاست وضعیت ښایي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ په څېر د کډوالۍ د نویو څپو سبب وګرځي.

 

نورې ليکنې